منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ په ډېرى روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه و پر ځاى نارينه نرسان کار کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د کونړ روغتيايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د ښځينه نرسانو پر ځاى نارينه نرسان دندې ترسره کوي.

دغه څرګندونې د کونړ روغتيايي چارواکو د تلې په ٢٢مه په دغه ولايت کې د قابله ګۍ او نرسنګ انسټيټيوټ د ارزونې په کلنۍ غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې په کونړ کې د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو د څانګې مشر ډاکتر عبدالله روان وویل چې د دغه ولايت په لسو روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه نرسانو پر ځاى نارينه نرسان دندې ترسره کوي.

کونړ د مرکز اسعداباد په ګډون ١٥ ولسوالۍ لري.

روان دا هم وويل چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د قابلو د نه شتون له امله پاکستانۍ قابلې په روغتيايي مرکزونو کې دندې ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ له نارينه نرسانو او پاکستاني قابلو ژمنه اخيستې چې کله هم ښځينه نرسانې او قابله ګانې پيدا شوې نو دوى به له دندو ګوښه کېږي.))

خو د کونړ د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عتیق الله  شینواري وویل چې يواځې د کونړ په اتو ولسواليو کې ښځينه نرسانې او قابلې شتون نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((کونړ یو غرنی ولایت دی، ډېر وګړي يې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي او روغتیای مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې د بلې سیمې  نرسانې او قابله ګانې ورته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.))

د دغه انسټیټيوټ دوو زده کوونکو حميرا او شمیم د نورو په استازيتوب وويل: ((موږ به د کونړ په هره سیمه کې چې موږ ته د کار زمینه برابره شي، د دندې د اجرا  کولو لپاره ولاړ شو.))

اوسمهال د کونړ د قابله ګۍ او نرسنګ په انسټيټيوټ شاوخوا شپېته نرسانې او قابلنې پر زده کړو بوخت دي چې تر فراغت وروسته به ياده تشه ډکه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا