منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

معلولين : زموږ د ستونزو د حل لپاره په ملي کچه رڼه ستراتيژي نشته

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

مزارشريف( پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د بلخ ولايت ځينې معلولين وايي ،چې د دوی د هراړخیزو ستونزو د حل په موخه په ملي کچه رڼه ستراتيژي شتون نه لري .

د بلخ ولايت په عامې روغتيا رياست کې د دغه ولايت د معلولينو د هراړخیز حالت او ستونزو د معلوميدو او د حل لارې پيدا کيدو په موخه د څلورو رياستونو تر منځ غونډه وشوه، چې د معلولينو د ځينو ټولنو استازو هم په کې برخه لرله.

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د عامې روغتيا، اطلاعات او فرهنګ، د چاپيريال ساتنې او د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياستونو رييسانو برخه لرله.

د بلخ ولايت د معلولینو د ټولنې غړي سيدمحمد يزدان پرست د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د بلخ ولايت څلور رياستونه د معلولینو د هراړخیز حالت د ارزونې لپاره غونډه کوي، چې که طرحې يې عملي شي نو ممکن ښې پايلې ولري.

نوموړي زياته کړه، چې په بيلا بيلو برخو کې د معلولینو لپاره امتيازات په قانوني بڼه اعلان شوي خو ورته رسيدلې نه دي.

د هغه په وینا، د معلوليت د قانون د ۲۱مادې له مخې بايد معلولين د اداري اصلاحاتو پروسې پرته په دولتي دندو باندې وګومارل شي؛ چې داسې نه کيږي.

يزدان پرست همداراز د جنګی او غير جنګي معلولينو تر منځ د توپيري چلند په اړه هم پر دولت نيوکه وکړه، چې بايد ټول معلولين له يو ډول حقوقو څخه برخوردار وي.

نوموړي په ټوله کې د معلولینو د ستونزو د حل په موخه په ملي کچه د دولت د رڼې ستراتيژي نشتوالی ستر مشکل وګاڼه.

د هغه په وينا،تر کومې چې دولت په خپله د معلولینو د حالت د سمونې لپاره جدی کړنې ونه کړي نو هېڅ ډول چاره به سمه نتيجه ورنه کړي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق د يادې غونډې په تړاو خبري ناسته کې وويل، چې د معلولينو د هراړخیز حالت د سمونې لپاره مدني فعاليت ته خورا اړتيا ليدل کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې د معلولینو د زده کړو په برخه کې بايد د برېل خط په نصاب کې شامل کړای شي، ځانګړي کورسونه، صنفونه او ښوونځي ورته جوړ کړای شي.

د هغه په وینا، د معلولينو پر وړاندې کارېدونکي ادبياتو کې بايد مثبت بدلون راشي او يو انسان، چې د کومې پيښې له امله يې د بدن ځينې غړي له لاسه ورکړی وي، باید په سمه توګه ژبنۍ چلند ورسره وشي.

د بلخ د عامې روغتيا رييس وويل، چې دوی د خپلو چارو له لارې تل هڅه کړې، چې د معلولینو د ژوند د ښيرازه کولو لپاره جدي کارونه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په عمومي توګه ۷۵ سلنه معلولين د بيا ښه کيدو شونتیا لري؛ خو چې اسانتياوې ورته برابرې وي.

د هغه په وینا، دوی له اي او يم موسسې سره په اړيکه کې دي، چې په نږدې موده کې به د نابيناوو لپاره په بلخ ولايت کې د سترګو مجهز روغتون جوړ کړي.

د بلخ د چاپيريال ساتنې رييس غلام نبي خرمي په ياده خبري ناسته کې وويل، چې د چپريال ککړتيا د معلوليت له ټولو ستر لامل دی.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان د چاپيريال د پاکولو په لومړي پړاو کې دی، چې بايد ټول اړوند رياستونه او د سيمو اوسيدونکي په دغه برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د عامې روغتيا رياست، د خوراکی توکو، ښاروالۍ د ښارپاکولو په برخه کې بايد ګړندي ګامونه واخلي.

همدا راز د بې کيفيته تيلو واردات هم د چاپيريال د ککړتيا عمده لامل ګڼل کيږي، چې بايد دولت ورته پام وکړي.

د بلخ ولايت د کار ټولنیزو چارو شهيدانو او معلولينو رييسې ميرمن ګلالۍ هوتک وويل، چې په بلخ ولايت کې تر دې دمه له دوی سره ۴۴۲۰ معلولین ثبت دي.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغو معلولینو کې ۳۷۰۰ جنګی معلولین دی، چې دولت ورته میاشتنۍ امتياز ورکوي خو پاتې ۷۲۰ يې طبيعي معلولین دی، چې دولت ورته کوم امتياز نه ورکوي.

د هغې په وينا، ۱۰۰۰ نور معلولين لا په دوره کې دي، چې جنګي او طبيعي معلولیت يې د پېژندنې په پړاو کې دی.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا