کندهار (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې شوې دي نو حکومت بايد خلکو ته د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې ډېر کار وکړي.
ژېړۍ ولسوالي چې د کندهار ښار په لوېديځ کې د ٢٥ کيلومتره په واټن د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده، دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو د پراخو فعاليتونو له امله ډېره نا امنه وه، خو درى کاله وړاندې د دې ولسوالۍ په ګډون په ګڼو ولسواليو کې پراخ عمليات وشول او وروسته په کې سيمه ييز پوليس په دندو وګومارل شول.
د دې ولسوالۍ د سيدانو کلي اوسېدونکي سيد محمد اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس په ژېړۍ ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوى او دې ته زمينه برابره شوې چې حکومت خلکو ته د پوهنې، روغتيا او کرنې په برخو کې ډېر کار وکړي.
هغه وويل، دا مهال سيمه ييز پوليس د خلکو د امنيت ساتلو په موخه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، په داسې حال کې چې کم تجهيزات او اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.
نوموړي په دې ولسوالۍ کې د لا ښه امنيت په موخه د سيمه ييزو پوليسو د ليکو د لا ښه نظم، اصلاح او تجهيزولو غوښتنه کوي.
دى وايي، د هېواد په کچه وروستيو نا امنيو او د وسله والو پراخو بريدونو ته په کتو دې ته اړتيا ليدل کېږي چې په ولسواليو کې سيمه ييزو پوليسو ته ډېره پاملرنه وشي.
د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمون سيمې اوسېدونکى عبدالقيوم وايي، په ولسوالۍ کې يې ښوونځي شته، خو د ودانيو، مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي.
هغه زياته کړه، په ښوونځيو کې تدريسي بهير ډېر بې کيفيته دى، اړوندې دولتي ادارې دې په دې برخه کې ډېر کار وکړي، څو د ژېړۍ د ماشومانو د زده کړې ښه شرايط برابر شي او د هغه حالت جبران وشي چې دلته د نا امنۍ له امله ښوونځي تړلي وو او په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخې وو.
دى وايي، مسوولين دې د ژېړۍ او کندهار ښار تر منځ ترانسپورتي اسانتياوې ډېرې کړي، تر څو د کندهار ښار لوستي ځوانان دې ولسوالۍ ته راشي او دلته په دولتي ادارو کې د کار تر څنګ ماشومانو ته تدريس وکړي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى محمد شفېع وايي چې ژېړۍ يوه کرنيزه ولسوالي ده، خو خلک د کرنې په برخه کې ډېرو مرستو ته اړتيا لري؛ ځکه د اوبو د کمښت له وجې د کانالونو پاکولو ته اړتيا ده، دغه راز د خلکو کرنيز محصولات بازار نه لري.
نوموړي له ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې د هغوى د اوبو د کمښت ستونزه دې حل کړي او دغه راز دې د هغوى انګورو او نورو مېوو ته په کور دننه او بهر غوره بازار پيدا کړي.
دى وايي، په اوسنيو شرايطو کې خلک د خپلو کرنيو محصولاتو او مېوو د ساتلو لپاره امکانات لري؛ ځکه خو مجبور دي خپل حاصلات د رسېدو پر مهال په ارزانه بيه وپلوري.
دغه راز د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتيايي اسانتياوو د ډېرولو غوښتنه کوي او وايي چې بيا هم ډېر خلک مجبور دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره کندهار ښار ته بوځي.
د ژېړۍ ولسوال سيد جمال اغا هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې کلونه کلونه جګړه شوې او اړتياوو ته په کتو خلکو ته کم کار شوى دى.
هغه هم له ولايتي او مرکزي ادارې دې ولسوالۍ ته ډېر پام اړولو غوښتنه کوي او وايي چې د خلکو د راخپلولو يوازېنۍ لار هغوى ته غوره خدمات وړاندې کول دي.
د کندهار والي ډاکتر همايون عزيزي د اړوندې موضوع په اړه پژواک ته وويل چې د يو شمېر سکتوري رييسانو په ملتيا يې په دې وروستيو کې دغې ولسوالۍ ته سفر کړى، څو د امنيت، پوهنې، روغتيا، کرنې او نورو برخو حالت و ارزوي.
هغه وويل، درى کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې وضعيت ډېر خراب و، خو اوس وضعيت ښه شوى او خلک د ژوند اسانتياوو ته جدي اړتيا لري.
د ده په خبره، په ولسواليو کې متوازنې پرمختيا ته ژمن دى او هڅه به وکړي چې د کندهار په ولسواليو کې د ښې حکومتولۍ درې بنسټونه (امنيت، خدمات، د ولس او دولت تر منځ اړيکه) په ښه توګه پلي کړي.
دى زياتوي، تر هر څه وړاندې به په ادارو کې کار وړ کسانو ته وسپاري او وروسته به د خلکو د ستونزو د هواري لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
هغه وايي، د ولايت سکتوري رياستونو ته يې دنده سپارلې چې په ژېړۍ کې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډېر کار وکړي.
د کندهار د پوهنې تدريسي مرستيال عوض نظري پژواک ته وويل چې په ژېړۍ ولسوالي کې دا مهال ٣٣ ښوونځي شته چې ٢٢ بابه يې فعال او نور يې د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.
هغه خبر ورکړ چې د نوي ښوونيز کال د پيل پر مهال د دې ولسوالۍ شاوخوا څلور زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شوي دي.
نوموړى وايي، د ښوونځيو لپاره د ودانيو، مسلکي ښوونکو، کتابونو او نورو اړتياوو د نشتوالي ستونزې يې له وزارت سره شريکې کړې او هغوى ژمنه کړې چې دغه ستونزې به حلوي.
د کندهار عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وايي چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې څلور روغتيايي مرکزونه شته چې يو يې ګرځنده او درې نور يې ثابت دي.
هغه هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي خدمتونو پراخوالي ته اړتيا ده او په پلان کې لري چې دلته په ٢٠ جريبه ځمکه کې يو ٥٠ بستريز کلينيک جوړ کړي، چې د دې ولسوالۍ تر څنګ به د نورو ولسواليو د ناروغانو درملنه هم په کې کېږي.
د کندهار د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن وايي چې په دې ولسوالۍ کې يې د کرنې د ودې په موخه د زراعتي درملو مرستې کړي او خلکو ته يې د ورکشاپونو له لارې د هغوى د استعمال لارې چارې ښودلې.
هغه وايي د مالدارۍ په برخه کې د ستونزو د حل په موخه به په دې ولسوالۍ کې ډېر ژر يو حيواني کلينیک هم جوړ کړي.
د ارغنداب د سينديزې حوزې رييس انجنير شېر محمد عطايي پژواک ته وويل چې د خلکو د کر کيلې د ښې ودې په موخه په تېرو کلونو کې په دغه ولسوالۍ کې ٧ بېلابېل کانالونه جوړ شوي دي.
دى وايي، د خلکو په همکاري به د کانالونو د پاکولو چارې تر سره شي، څو خلکو ته په کافي اندازه اوبه ورسېږي.
دغه راز په کندهار کې د ملي پيوستون د پروګرام مسوول تېمور شاه وايي چې په ژېړۍ کې ٦٥ شوراګانې په کار بوختې دي او د خلکو له اړتياوو سره سمې پروژې پلي کوي، چې ډېرې يې بشپړې شوي او يو شمېر يې تر کار لاندې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










