کابل ( پژواک، ۲۶ تله ۹۴ ) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې د زمبابوې پیاوړې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه.
ده زیاته کړه، چې ملي لوبډلې په ټاکلو پنڅوس اورونو کې یی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبدلې ته یی د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمد نبي عیسی خیل ۱۱۶، نورعلي ځدران ۶۰ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۹ منډې جوړې کړې.ست ته مبه
هوتک وویل چې د زمبابوې توپوهونکو د افغان توپ اچوونکو سمه مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په په ۴۶،۴ اورونو کې یی د لسو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او هدف ته یی ځان ونشوه رسولای.
په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري دولت ځدران، سمیع الله شینواري او افتاب عالم دوه دوه، محمد نبي، امیرحمزه هوتک او راشید ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
محمد نبي عیسی خیل چی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو .
د یادونې وړ ده چې دا دویم ځل دی افغانستان د بشپړ دریځ لرونکي هیواد ته ماتې ورکوي، تر دې مخکې افغانستان د بنګله دیش لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










