لښکرګاه (پژواک، ۲٧ تله ۹۴): په هلمند ولايت کې د عامې روغتيا رياست له لوري نهه ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
د هلمند د عامې روغتيا رياست د څېړنو مسوول ډاکتر اشرف نادري د يادو توکو د سوځونې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توکي په تېرو شپږو مياشتو کې له مرکز لښکرګاه څخه ټول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه توکي د لښکرګاه ښار له ځينو هټيو او درملتونونو راټول شوي او نن د هلمند د سيند پر غاړه وسوځول شول.
هغه زياته کړه: ((ځينو درملتونو خپله تاريخ تېر درمل موږ ته راکړل او ځيني نور بيا موږ د پلټنو پر مهال ترلاسه کړي دي.))
نادري وايي چې د تاريخ تېر درملو د پلورلو له امله يې يو شمېر درملتونونه د ټاکلې مودې لپاره تړل شوي دي.
نادري زیاته کړه چې ډېرى وخت تاريخ تېر درمل د ګټې پر ځاى ناروغ ته زيان رسوي او ان کله د ناروغ د مړينې لامل هم ګرځي.
ده وويل چې د هلمند په ولسواليو کې يې هم د تاريخ تېر درملو د ترلاسه کولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
د لښکرګاه په بُست روغتون کې يوه ناروغ صديق الله پژواک ته وويل: ((ډېرى خلک خو نه درملو په تاريخ پوهېږي او نه هم د خوراکي توکو په تاريخ نو اړوند چارواکي يې بايد مخه ونيسي.))
هغه ادعا وکړه چې د ښار په ځينو درملتونونو کې پر ناروغانو بې کيفيته درمل پلورل کېږي او اړوند چارواکي يې مخه نه نيسي.
په مرکز لښکرګاه يوه درمل پلورونکي امان الله پژواک ته وويل: ((تاريخ تېر درمل ناروغ ته دومره زيان نه رسوي چې بې کيفيته درمل يې رسوي او بې کيفيته دوا په ټولو دواخانو کې شته دي.))
ده د عامې روغتيا رياست له چارواکو غوښتنه وکړه چې د بې کيفيته درملو په مخنيوي کې دې جدي اقدام وکړي او سرغړوونکو ته دې سخته سزا ورکړي.
د چارو څارونکي وايي چې د هلمند په ګډون په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم پر ناروغانو تاريخ تېر او بې کيفيته درمل پلورل کېږي خو تر اوسه يې په اړه جدي اقدام نه دى شوى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










