کابل ( پژواک، ۲۸ تله ۹۴ ) : زمبابوې د کرکټ په دریمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د تلې په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۲۴ منډو هدف ورکړ.
افغانستان ډیره ښه لوبه روانه کړې وه او په ۱۲۰ منډو یې یواځې یو لوبغاړی سوځیدلی و، اټکل کیده چې تر ۲۵۰ به زیاتې منډې جوړې کړې، خو د نورو منګل او اصغر ستانکزي په صفر سوځیدو سره دافغانستان لوبډله تر فشار لاندې راغله او منډې یې کمې شوې .
دملي لوبدلې له لوري نور علي ځدران یوځل بیا ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله، دغه راز محمد نبي عیسی خیل او وروستو شفیق الله شفق او دولت ځدران هم ښه لوبه وکړه
خو د زمبابوې لوبډلې په ډیر احتیاط سره لوبه ترسره کړه او یاد هدف یې په پنځوسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د یادونې وړ ده چې دویمه لوبه افغانستان او لومړۍ زمبابوې ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










