قلعۀ نو (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): چارواکي وايي چې د بادغيس په مرکز قلعۀ نو کې يو ١٧ کلن ځوان تر تښتولو وروسته پر ډزو وژل شوى دى.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالعزيز اماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي ځوان د قلعه نو ښار په يوې نانوايۍ کې کار کاوو.
د هغه په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ځوان خپلو دوو ملګرو د قلعه نو د "شتر ګردن" سيمې ته پر موټرسايکل بيولى او هلته یې پر ډزو وژلى دى.
د ده په وينا، د ياد کس مړى نن سهار پوليسو په ياده سيمه کې موندلى او د بادغيس ولايتي روغتون ته يې لېږدولى دى.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل، هغه دوه کسان چې د خپل ملګري پر وژنه او پر هغه پر جنسي تېري تورن دي، تښتېدلي خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
خو هغه زياتوي چې پوليسو د څېړنو لپاره د هغې نانوايۍ دوه کارکوونکي نيولي چې وژل شوي کس په کې کار کاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن