کابل ( پژواک، ۲ لړم ۹۴ : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې په ماتې ورکولو سره دا لړۍ درې په دوه لوبو وګټله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.
افغانستان د کرکټ د دویمې درجې دریځ لرونکی هیواد دی او زمبابوې د لومړۍ درجې دریځ لرونکی هیواد دی او دا لومړی ځل دی چې د دویمې درجې دریځ لرونکی هیواد له لومړۍ درجې دریځ لرونکي هیواد څخه د لوبو لړۍ ګټي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک چې دا مهال په زمبابوې کې دى د ټېلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې پنځمې لوبې پچه د زمبابوې کپتان وګټله ، خو لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هغه زیاته کړه، چې دافغانستان له لوري محمد شهزاد او نورعلي ځدراڼ په زړه پورې لوبه پیل کړه، خو محمد شهزاد د ۲۵ منډو په جوړولو سره وسوځېد.
نورعلي ځدراڼ د تېر په څېر یو ځله بیا ښکلې لوبه وکړه او درېیمه پرله پسې پنځوسیزې وهلو سره یې ۵۴ منډې جوړې کړې.
هوتک وایي چې پخواني کپتان محمد نبي عیسی خېل هم په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې، ملي لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۸ ، میرویس اشرف ۲۱ او دولت ځدراڼ د ۱۲ منډو په جوړولو سره زمبابوې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۴۶ منډو هدف ورکړ.
د زمبابوې لوبډلې کله چې د یاد هدف لپاره لوبه پیل کړه، د دولت ځدراڼ له ښې توپ اچونې سره یې دواړه لومړني لوبغاړي وسوځېدل او د لوبډلې ملا یې ورماته کړه.
د لوبې پر مهال په وقفه یي توګه د زمبابوې لوبغاړي د یاد هدف په تعقيب کې سوځېدل، خو د ویلیمز په نامه لوبغاړي مقاومت وکړ او په زړه پورې سلیزه یې ووهله.
خو د هغه سلیزه د لوبډلې په ګټه تمامه شوه او د زمبابوې ټوله لوبډله په ۴۵ اوور په ۱۷۲ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۳ منډو په توپیر سره او د پنځو لوبو لړۍ یې درې پر دوه لوبو وګټله.
د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ څلور، حمزه هوتک ۳، رشید ارمان ۲ او میرویس اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.
محمد نبي عیسی خېل ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان تر دې وړاندې د لومړۍ درجې غړیتوب لرونکي هیواد بنګله دیش څخه یوه لوبه ګټلې وه، خو دا لومړى ځل دی چې له یوې داسې لوبډلې څخه درې لوبې ګټي.
ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان کرکټ بورډعمومي رییس نسیم الله دانش، اجراییه رییس شفیق الله سانکزی، د کرکټ بورډ پخوانی رییس شهزاده مسعود، د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال او ګڼ شمېر نورو چارواکو او مینه والو پر دې بریا هیوادوالو ته مبارکي ورکړې او د ملي لوبغاړو ستاینه یې کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










