Language

د خوست د کرکټ چلېنج کپ سيالۍ د محمدخان کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ورسېدې

خوست ښار (پژواک، ٢ لړم ٩٤): په خوست کې د کرکټ شل اوريزې چلېنج کپ سيالۍ چې نږدې درى اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د محمد خان کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

يادې سيالۍ چې د خيبر پښتونخوا يو شمېر لوبغاړو ته هم په کې بلنه ورکړل شوې وه، په خوست ښار کې په شخصي لګښت جوړې او د دغه ولايت کابو ۱۲ لوبډلو په کې ګډون کړی و.

د دغو سياليو يو تنظيموونکي جهاد سنګين پژواک خبرى اژانس ته وويل، سياليو ۱۷ ورځې دوام وکړ چې په پای کې يې اتلې لوبډلې او ځينو غوره لوبغاړو ته نغدي جايزې هم ورکړې.

هغه زياته کړه: "په دې سياليو کې د هرې ګډون کوونکې لوبډلې داخله ۵ سوه امريکايي ډالر وه. د پای لوبې تر ګټلو وروسته اتلې لوبډلې دوه زره ډالر انعام ترلاسه کړ."

جهاد سنګين وويل چې د يادو سياليو په پای لوبه کې د خوست ولايت د دعوت خصوصي پوهنتون او د محمدخان کلب لوبډلې سره مخامخ شوې.

هغه وويل، د محمدخان کلب لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې، خو دعوت پوهنتون لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړې او لوبه يې د يوې منډې په توپير مقابلې لوبډلې ته وبايلله.

له خيبر پښتونخوا د کرکټ راغلي يوه لوبغاړي هدايت الله دا ډول سيالۍ د کرکټ د پرمختګ تر څنګ د لر او بر پښتنو قومونو تر منځ د يووالي په راوستو کې هم مهمې وبللې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: "موږ چې خوست او يا نورو ولايتونو ته راځو، له ځان سره ډېرې ښې خاطرې پاکستان ته وړو. موږ هيله من يو چې د افغانستان کرکټ بورډ دوی ته هم پاملرنه وکړي."

د ازاد په نوم د کرکټ یو بل لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دوی له دې ډول سياليو ډېر څه زده کولای شي؛ ځکه د افغانستان د کرکټ ملي او الف لوبډلو لوبغاړي هم اوس په ډېرو لوبو کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه: "دا سيالۍ ډېرې ګټورې ثابتېږي؛ ځکه په دا کې د هېواد تکړه لوبغاړي لوبېږي. نوي او ځوان لوبغاړي د هغوی له تجربو څخه ډېر څه زده کولای شي."

خوست د هېواد يو له هغو ولايتونو ګڼل کېږي چې خلک يې د کرکټ له لوبې سره بې سارې مينه لري او هر ځل چې دلته د کرکټ سيالۍ جوړېږي، بې شمېره خلک يې نندارې ته ورځي.

login or register a new account.