کابل(پژواک ٣ لړم ٩٤): اجراييه رييس دکرکټ ملي لوبډلې د سيالۍ په بريا خوښي ښودلې او ويلي دي، که افغانان د جګړې اور پرمختګ ته پرېږدي، نو د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره ځان برابرولى شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، تېره ورځ زمبابوې ته په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې په ماتې ورکولو سره دا لړۍ درې په دوه لوبو وګټله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.
افغانستان د کرکټ د دویمې درجې دریځ لرونکی هېواد دی او زمبابوې د لومړۍ درجې دریځ لرونکى هېواد دی او دا لومړی ځل دی، چې د دویمې درجې دریځ لرونکی هېواد له لومړۍ درجې دریځ لرونکي هېواد څخه د لوبو لړۍ ګټي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان ملي لوبډلې د بریا له امله خوښي څرګنده کړې او اولس ته یې د مبارکۍ په ويلو سره،زياته کړې، چې دې بریا په نړیوال دريځ کې د افغانانو وړتیا او ميړانه نندارې ته وړاندې کړه.
د هغه په وينا، په ورته وخت کې یې ورسره دا پيغام هم ورساوه، چې افغانان د پردۍ او تپل شوې جګړې قربانیان دي. که چېرې ورته په هره برخه کې زمینه برابره شي او د جګړې اور یې پرمختګ ته پرېږدي، نو د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره ځان برابرولی شي.
عبدالله زياتوي، له دې سره سم دې، د افغان حکومت وسله وال مخالفان او د روانې جګړې بهرني تمویل او تجهیزوونکي په دې وپوهېږي، چې افغانان به یوه ورځ له جګړې هم داسې سور مخ راووځي او اجازه به ورنه کړي، چې ترهګر بریالي شي.
دى وايي: "زه له خپلو اتلو لوبغاړو مننه کوم، چې په لږو امکاناتو او ډېرو خولو تویولو سره یې په نړیواله کچه د افغانستان بیرغ ښکته کېدو ته پرې نښود، بلکې ویاړونه یې د افغانستان په نوم ثبت کړل."
له بلې خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کرکټ ملي لوبډلې د بريا له امله مبارکي ويلې ده.
د ده له دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د دغې بريا له کبله د افغانستان ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د زړه له کومې مبارکي ويلې ده.
ده زياته کړې، يادو لوبغاړو يو ځل بيا خپله وړتيا او استعداد نړيوالو ته په ډاګه کړ او د لوى خداى له درباره په راتلونکو لوبو کې ورته د بريا دعا کوي.
نوموړى وايي: "هیله لرم چې زموږ د ملي ټیم اتلان د خپلو بریاوو سلسله روانه وساتي او د افغانستان خلکو ته لا زیاتې خوښۍ ور په برخه کړي."
تردې وړاندې ولسمشر اشرف غني، د افغانستان کرکټ بورډعمومي رییس نسیم الله دانش، اجراییه رییس شفیق الله سانکزی، د کرکټ بورډ پخوانی رییس شهزاده مسعود، د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال او ګڼ شمېر نورو چارواکو او مینه والو پر دې بریا هیوادوالو ته مبارکي ورکړې او د ملي لوبغاړو ستاینه یې کړې ده.
همدارنګه دکرکټ مينه وال او ځوانان د خپلو فېسبوک په پاڼو کې هم د ملى لوبغاړو ته مبارکي ويلي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










