غزني ښار(پژواک،٣لړم٩٤): په غزني کې د معتادينو د درملنې مرکز چارواکي وايي چې په دې ولايت کې په ښکاره توګه د نشه يي توکو د پلورلو له امله د روږدو کسانو شمېر د ډيرېدو په حال کې دى.
په غزني ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز مشر نصرالله نعيمي دلړم په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې مرکز په تېرو څو کلونو کې په لږو امکاناتو د شاوخوا ٣٥٠٠ کسانو درملنه کړې ده.
د هغه په وينا، خو سره له دې هم په دغه ولايت کې نشه يي توکي په ښکاره ډول پلورل کيږي چې له امله يې هره ورځ په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډيرېدو دى.
نوموړي وويل : ((زياتره کسان موږ تداوي کړو خو بېرته نشه يي توکو ته مخه کړي او دا ځکه چې په ښار کې نشه يي توکي په رڼا ورځ پلورل کيږي او حکومت يې مخه نه نيسي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ٥٠ تنه په دې مرکز کې تر درملنې لاندې دي خو که د نشه يي توکو د پلورلو مخه ونه نيول شي دغه درملنه ګټه نه کوي.
نعيمي دا هم وويل چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاقبران ډير دي او کله نا کله ددې روغتون کارمندان هم ګواښي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله پنځه کاله په ګاونډي هېواد ايران کې تېر کړي او هلته په نشه يي توکو روږدى شوى دى.
هغه پژواک ته وويل : (( په غزني ښار کې ښکاره چرس، پوډر او هيرويين پلورل کيږي څومره دې په کار دي چې زه يې درته راوړم.))
د اسدالله په وينا، کورنۍ يې څو ځلې د ده د درملنې هڅې کړي خو بيا هم په نشه يي توکو روږدى شوى، چې له امله يې کورنۍ اوس دى له کوره ايستلى دى.
د هغه په خبره، که حکومت ځوانانو ته د کارکولو زمينه برابره کړي نو امکان لري ډيرى ځوانان له نشه توکو څخه لاس په سر شي.
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل: (( زما ورور په نشه يي توکو اخته شوى انډيوالانو يې اول ورته چرس ورکول اوس پوډر څکوي.))
هغه وايي چې دوه ځله يې د خپل ورور درملنه کړې خو په ښار کې په ښکاره ډول د نشه يي توکو د پلورلو له امله بيرته روږدى شوى دى.
په غزني کې يو شمېر نورو روږدو کسانو هم پژواک ته وويل چې نشه يي توکي د غزني ښار د بالاحصار په سيمه کې خرڅيږي.
هغوى وايي چې په دې سيمه کې نشه يي توکو په ښکاره ډول پلورل کيږي او پوليس ورته ځکه څه نه وايي چې پوليس هم ورسره لاس لري.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم پژواک ته وويل چې د پوليسو ترڅنګ يو شمېر امنيتي چارواکي د نشه يي توکو په قاچاق او خرڅلاو کې لاس لري.
خو امرخېل په دې برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
هغه زياته کړه چې په غزني ښار کې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق د مخنيوي په موخه يو پلان جوړ کړى چې ډير ژر به يې پلى کړي.
امرخېل زياته کړه : ((هرڅوک چې په دې کار کې لاس ولري سخته سزا به ورکړم.))
په غزني کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې نږدې ٣٠ زره کسان په دې توکو روږدي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










