کابل(پژواک،٣ لړم ٩٤): د جنايي جرمونو په اړه د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په کابل کې د ٥٠ موټرو د غلا په ګډون د غلاوو ٤٠٥قضيې ثبت شوې، ١٧٤ کسان وژل شوي او ٣٣١ نور ټپيان شوي دي.
ددې موندنو له مخې، په دې موده کې د کابل ١٠١ اسمايي زون په قوماندانۍ کې د اخلاقي جرمونو ١٥٧قضيې هم ثبت شوې او په ټوله کې د شوو جرمونو په تړاو ١٤٥٢ کسان نيول شوي او قانون ته سپارل شوي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنې مشر سمونوال فريدون عبيدي، ددې جرمونو د ثبت شوو شمېرو د وړاندې کولو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغو جرمونو ګراف چې تر کشف لاندې دي او عاملين يې نه وي نيول شوي، ډېر ښکته دى او پوليس ژمن دي چې دا شکمن کسان به نيسي او قانون ته به يې سپاري.
هغه په کابل کې د وژنو د ګڼ شمېر پېښو په اړه وويل:((په کابل کې زموږ يوه جدي ستونزه وژنې او ټپي کېدل دي، خو په يقين سره ويلى شم چې له ٩٠ تر سل سلنې پورې لاملونه يې کورني تاوتريخوالي دي، حقوقي او ذات البيني موضوعات دي.))
سرچينې زياته کړه چې وژنې او ټپي کېدل، د مخالفتونو او کورنيو، قومي او سيمه ييزو ستونزو، د
ځمکې، ملکيتونو، ځوانانو تر منځ د الکولي څښاک او نشه يي توکو د موضوعاتو په سبب چې خپل حواس له لاسه ورکوي، رامنځته کېږي.
د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مشر په ډاګه کړه چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د ترور او پلان شوو وژنو هېڅ کومه پېښه نه ده ثبت کړې چې سياسي انګيزه يا پلان شوې انګيزه دې په کې وليدل شي.
نوموړي ددې کال د لومړيو شپږو مياشتو په اوږدو کې د غلاوو د لوړې شمېرې په اړه وويل چې په ټولنيز ژوند کې جرم يوه داسې پديده ده چې د بېلابېلو لاملونو او انګيزو له مخې رامنځته کېږي.
هغه وويل چې پوليسو د ټولو جرمونو په برخه چې غلاوې هم په کې دي، اړين اقدامات کړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي
سرچينې زياته کړه چې پوليسو په کابل کې د غلو ګڼ شمېر ډلې نيولې، له دې ډلو د وسله والو غلو دوه ډېرې غښتلې ډلې په وروستيو دوو اوونيو کې نيول شوې چې په کابل کې يې د لوړ موډل لرونکي موټر غلا کول.
هغه همدارنګه وويل، ددې بانډونو غړو اعتراف کړى چې په تېرو دو کلونو کې يوې ډلې ٢٩ او بلې ډلې ٢٣ موټر غلا کړي دي.
ده همداراز وويل چې پوليسو په شپږو مياشتو کې څلور وسله والې ډلې چې په کابل کې يې له کورونو غلاوې کولې، لاس په لاس نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلې دي.
هغه د شکمنو نيول کېدو او جرم د کشف په برخه کې د پوليسو هڅو ته په اشارې زياته کړه چې د کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٩٢ کسان د وژنې په تړاو، ٤٠٩ د ټپي کولو، ٣٩٣ د غلا، ٧٩ د موټرو د غلا او ٣٧٩ نور د اخلاقي جرمونو په تړاو نيول شوي ، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
عبيدي زياته کړه چې د وري مياشتې له پيل نه د وږي مياشتې تر پايه د جرايمو وړاندې شوې شمېرې په ښار او ولسواليو پورې اړوندېږي. دا شمېرې په هره مياشت کې توپير لري.
ورى
د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وړاندې شوې شمېرې څرګندوي چې د روان کال په وري مياشت کې د جنايي جرمونو له هرو پنځو مواردو څخه يې يو مورد غلا او بل وژنه ده.
د عبيدي په خبره، په کابل ښار کې د وګړو ډېر والى، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې، د جرمونو د رامنځته کېدو له اړخه د نورو ولايتونو په پرتله يو څه زيان منونکې دي، خو پوليس اکثره وخت توانېدلي چې د جرم د رامنځته کېدو نه په جدي توګه په وخت سره مخنيوى وکړي.
د کابل ښار نفوس شاوخوا پنځه ميليونه اټکل شوى دى.
غويى
د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په غويي او زمري مياشت کې د کال د لومړيو څلورو مياشتو په پرتله، د موټرو غلاوې ډېرې وې.
سمونوال فريدون عبيدي وويل چې پوليسو په دې شپږو مياشتو کې ٧٩ کسان د موټر د غلا په تړاو نيولي دي. هغه د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې ددې موټرو يو شمېر يې تر لاسه کړي او مالکانو ته يې سپارلي، خو د نورو د تر لاسه کولو لپاره د پوليسو هڅې روانې دي.
غبرګولى
خو ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې په کابل کې د غبرګولي مياشتې د جرمونو له نيمايي زياته برخه وژنې او ټپي کېدل جوړوي.
عبيدي وويل چې په دې تړاو د ٦٠٠ کسانو نيول ددې څرګندونه کوي چې پوليس ددې يادو شوو جرمونو پر وړاندې په جديت سره کار کوي.
چنګاښ
په چنګاښ مياشت کې هم د وژنې او ټپي کېدو ډېرې پېښې رامنځته شوي او په دې مياشت کې د جرمونو کچه د تېرو پنځو مياشتو په پرتله لوړه ده.
د جنايي جرمونو د څېړنې مشر وويل چې ځينې جرمونه د پوليسو د لوړې کچې نيولو او لاسته راوړنو سره زياتوالى څرګندوي.
زمرى
د اخلاقي جرمونو ډېرې پېښې لکه زنا او نور د زمري مياشت کې ثبت شوي دي.
د جنايي جرمونو د څېړنې مشر وويل:((موږ په کابل ښار کې له هر هغه جرم سره چې پوليس او هېوادوال له ننګونو سره مخ کوي، سخت چلند کوو، سره له دې چې پلان شوو جرمونو ته پاملرنه کوو، اخلاقي جرمونو، جيب وهلو او نورو کوچنيو جرمونو ته هم پاملرنه کوو او حتى کوڅه ډبو ته مو هم پام اړولى او کوښښ کوو چې مخه يې ونيسو.))
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










