کابل ( پژواک، ٤ لړم ٩٤ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې د لومړي ځل لپاره په شل اووريزه نړيواله لوبه کې د کرکټ د لومړۍ درجې دريـځ لرونکي هېواد زمبابوې ته ماتې ورکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې شل اووريزې نړيوالې لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د زمبابوې لوبـډلې تېزه لوبه پيل کړه او لومړنيو لوبغاړو يې په لسو اورونو کې ٨٠ منډې جوړې کړې، خو وروسته دافغان توپ اچونې د ښې توپ اچونې له امله د زمبابوي منډې کمې شوې.
د زمبابوي لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منـډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٤ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري دولت ځدران ٣، رشيد خان او محمد نبي يو يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وايي چې دافغانستان ملي لوبډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په شل اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د ملي لوبـډلې له لوري نجيب الله ځدران او محمد نبي عيسى خېل په زړه پورې لوبه وکړه، نبي ٣٣ او ځدران ٣٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دغه راز محمد شهزاد ٣٤، عثمان غني ١٣ او کريم صادق هم ١٧ منډې جوړې کړې.
دولت ځدران ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى ، افغانستان چې ددويمې درجې دريځ لرونکى هېواد دى، د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکي هېواد ته په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکوي.
تر دې مخکې افغانستان له زمبابوې څخه د يوه ورځنيو لوبو لړۍ هم وګټله او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










