کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې له پاکستاني روزونکي انضمام الحق سره د سر روزونکي په توګه قرارداد تمديد کړي.
د کرکـټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د لړم په ٣مه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي دي چې له انضمام الحق سره يې د نوي قراردادو پر ټولو مادو خبرې کړې او يوې موافقې ته رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به له هغه سره د مشر روزونکي په توګه اوږودمهاله قرارداد لاسليک شي.
د يادونې ده، د روان لمريز کال د تلې په ١٠مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان انضمام الحق د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه د ټاکل کېدو اعلان کړى و.
هغه مهال کرکټ بورډ ويلي وو چې انضمام الحق ورسره دمګړۍ يواځې د زمبابوې لوبو لپاره د روزونکي په توګه هوکړه کړې او د اوږودمهاله لپاره به بيا ورسره خبرې کوي.
د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه کرکټ ټولنې مشر ضراب شاه ظهير وايي چې انضمام الحق د زمبابوې په سفر کې لوبغاړو ته ډېرې ښې لارښوونې وکړې چې په پايله کې افغانستان وکولى شول زمبابوې ته تاريخي ماتې ورکړه.
نوموړى وايي چې د افغانستان د لوبغاړو ډېره ستونزه په توپوهنه يا بيټنګ کې وه او انضمام وکولى شو چې دا ستونزه تر ډېره بريده هواره کړي.
ظهير له انضمام الحق سره د قرارداد د تمديد هرکلى وکړ او ويې ويل چې د هغه له اوږودمهالې روزنې سره به د ملي لوبغاړو د لوبو په ښه والي کې نور هم اغېزمن ثابت شي.
۴۵ کلن انضمام الحق ۱۲۰ ټيسټ او ۳۷۸ نړيوالې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کړې دي او د روزنې په برخه کې هم ښه مخينه هم لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د هېواد د فوټبال بوسنيايى سر روزونکى اسلاوان اسکليزيچ د ټېم د ضعيفو پايلو او فني کدر د کمزورۍ له امله ګوښه کړ.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










