جلال اباد(پژواک،۷ لړم ۹۴): د ننګرهار د مرکز جلال اباد يو شمېر اوسېدونکي د کرکټ د بريا له امله ډزو په ښار کې د وسلو پر شتون اندېښمن کړي دي.
افغان ملي لوبډلې تېره ورځ ناوخته کوربه هېواد زمبابوې ته په کرکټ لوبه کې تاريخي ماتې ورکړه، چې په غبرګون يې جلال اباد ښار کې د خوشحالۍ په پلمه پراخې ډزې وشوې.
د دې ولايت يو شمېر مدني فعالان او ځايي اوسېدونکو په ټولنيزو رسنيو کې د تبصرو په خپرولو اندېښنه ښودلې،چې په ښار کې ډزې د وسلو پر شتون دلالت کوي او حکومت بايد د دغسې خپلسريو مخه ونيسي.
مدني فعال حمدالله ارباب په فيسبوک پاڼه کې ليکلي، د کرکټ د دې بريا په پای کې په جلال اباد ښار کې ډېرې ډزې وشوې او داسې فکر کېده، چې ګواکې د جلال اباد پر ښار حمله شوې ده.
هغه زياته کړې : ((ملي لوبډله خواري کوي؛ څو نړيوالو ته ثابته کړي ولس مو سوله غواړي، له جګړو او ډزو ستړي دي، خوافسوس چې ټوله خواري ځينې بدبخته ټوپکسالاران په ډزو بدرګه کوي او د خلکو خوشحالي په غم اړوي.))
د ننګرهار ولايت بل مدني فعال انجنير ظهير شينواري په فيسبوک پاڼه کې ليکلي : ((په وحشت كې را لوي شوي دي ، د كركټ د لوبې د بريا په خوشحالۍ كې هوايي ډزې كوي، هره مرمۍ چې هوا ته پورته شي، بېرته ځمكې ته راځي او پر ځمكه ژوندي انسانان ګرځي .))
ليکوال او ژورنالېست رحمت الله زيامل بيا وايي: (( په ښار کې د وسلو شتون او د حوزو د مسوولينو صداقت معلوم شو. نن خو ټولو ته ښه معلومه شوه چې جلال اباد ښار کې څومره وسلې شته دي.))
زيارمل پژواک ته وويل ، حکومت بايد د دغسې خپلسريو مخنيوى وکړي، ځکه هوايي ډزې خلک اندېښمنوي.
خو د وزير ګل په نامه د جلال اباد ښار يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل : (( که څه هم ډزې ښه کار نه دى، خو څه وکړو، موږ غواړو له دې لارې خپله خوښي ونمانځو.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل، د دې هوايي ډزو له امله مرګ وژوبله نه ده اوښتې.
د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام رباني پژواک اژانس ته وويل چې ډزې غير قانوني کار دى او ښاريان بايد له دې کاره ډډه وکړي.
هغه زياته کړه پوليسو تېره شپه د ډزو په تور پنځه کسان نيولي دي.
د نوموړي په وينا، ځينې هغه کسان چې د خپلو وسلو قانوني اسناد لري، ډېرى دوى د خوښيو پر مهال ډزې کوي او ښاريانو ته ستونزې جوړوي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي تېره شپه په همدې اړه له يو شمېر امنيتي ارګانونو سره بېړنۍ غونډه لرله.
د نوموړي په وينا، والي اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د خوښيو پر مهال د هوايي ډزو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
عبدالزي وويل چې د ډزو په تور تر لسو زيات کسان نيول شوي دي.
د يادونې ده چې د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې، کله چې افغانستان په نړيوال جام کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه، نو په جلال اباد ښار کې د خوښۍ د ډزو له امله تر لسو پورې کسان ټپيان شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










