جلال اباد (پژواک،۱۰ لړم ۹۴): په ننګرهار او کونړ کې د نا امنيو له امله ۸۷زره ماشومان د ګوزن له واکسينه بې برخې کېږي او وېره شته چې هلته د ګوزڼ پېښې ډېرې شي.
د ختيځ زون کې ننګرهار يواځينی ولايت دی چې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې لري او د چارواکو په وينا، دا ناروغي ورته د کرښې له هغې غاړې را انتقال شوې ده.
په ختيځ کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق پروسه د لړمه په ۱۰مه پيل شوه چې په دريو ورځو کې به ۹۶۶زره ماشومان ته تطبيق شي.
په ختيځ کې د پوليو واکسين عمومي مسوول ډاکټر اشرف احمدزي په دې اړه په جلال اباد کې د غوندې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په کونړ او ننګرهار کې به ۸۷زره ماشومان له دغه واکسينه پاتې شي.))
احمدزي زياته کړه چې په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو کې به ۹۶۶ زره ماشومانو ته ياد واکسين او د چنجو ګولۍ ورکړل شي.
د نوموړي په وينا: ((په لغمان او نورستان کې به دا واکسين ښه تطبيق شي، خو په ننګرهار او کونړ کې به ٨٧ زره ماشومان له دې واکسينو پاتې وي چې يواځې ٦٩ زره يې په ننګرهار کې دي او پاتې په کونړ کې .))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې چې په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې دي.
هغه وېره وښوده: ((دا ناروغۍ ساري ده، دلته هم له پاکستان را انتقال شوې او وېره شته چې له شينوارو زون څخه نورو سيمو ته انتقال نه شي.))
ده پر وسله والو غږ وکړ چې د دغه واکسين مخنيوی ونه کړي؛ ځکه په وينا يې"په شينوارو کې د دوو هغو کورنيو ماشومان پر ګوزڼ اخته دي، چې پلرونه يې د وسله والو په ليکو کې دي."
ډاکتر نجيب دا هم وويل چې هسکې مېنې، اچين، کوټ او د بټي کوټ ولسواليو په ناامنيو سيمو کې ۶۹ زره ماشومان د دغه واکسين له تطبيقه پاتې کېږي؛ خو په قومي کچه يې د حل هڅې روانې دي.
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د يادو ولسواليو په ځينو سيمو کې وسله وال واکمن دي او پوليو واکسينو ته اجازه نه ورکوي.
شينواری وايي: ((وسله وال نبايد د غير سياسي او روغتيايي خدماتو مخه ونيسي؛ ځکه روغتيا د ټولو لپاره اړينه ده، ښايي د همدې وسله والو ماشومان هم اړتيا ولري چې واکسين شي.))
پژواک په دې اړه له طالب وياند ذبيح الله مجاهد سره په ټيلېفوني اړيکه کې د پوليو ضد واکسين د مخنيوي په اړه وپوښتل؛ خو هغوی دا رپوټ رد کړ چې وسله وال يې د تطبيق مخنيوی کوي.
مجاهد زياته کړه: ((موږ د ګوزن له واکسين سره مشکل نه لرو. په ځينو مواردو کې مو د دې پروسې مرسته کړې، ښايي په ځينو سيمو کې يې نه تطبيق د سيمه ييزو مشکلاتو له امله وي چې موږ پورې اړه نه لري.))
هغه د دې خبرې د ثبوت لپاره د يو شمېر ولايتونو نومونه واخيستل چې ګواکې هلته يې له نفوذ سره سره د دغه واکسين د تطبيق مخنيوی نه دی کړی.
خو د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي، په هغو سيمو کې چې د حکومت واکمني ده، هلته تر اوسه د دغه واکسين مخنيوی نه دی شوی.
مشرقيوال زياتوي: ((په لرو پرتواو نا امنو سيمو کې چې وسله وال په کې دي، د دغه واکسين مخه نيول کېږي؛ نو دا ښکاره ده چې څوک يې مخه نيسي. د هېواد دښمنان تل د ښو کارونو مخنيوی کوي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست بيا له ديني علماو، قومي مشرانو او مخورو وغوښتل چې د ګوزڼ ضد واکسين د ښه تطبيق لپاره عامه پوهای وکړي څو خلک خپل ماشومان واکسين کړي.
د نورستان د والي وياند محمد موسى شامي پژواک ته وويل چې دا پروسه په دغه ولايت کې هم پيل شوه چې په ترڅ کې به يې څه باندې ٤١٠ زره ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.
هغه زياته کړې چې دوى پخوا هم ٩٨ سلنه خپل هدف ترلاسه کړى او اوس به هم هڅه کوي چې ټولو ماشومانو ته دا واکسين ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










