منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شپږيزې سياليو په لومړۍ ورځ سپين غر او مسک عينک خپلې لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل ( پژواک، ١٢ لړم ٩٤ ) : په هېواد کې د کرکټ د تر ټولو لويو ملي شل اووريزو سياليو (شپږيزه) په لومړۍ ورځ د سپين غر بازانو او مس عينک اتلانو لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.

د هېواد د شپږو لوبـډلو په ګډون سره دا سيالۍ نن دلړم په ١٢مه، پيل شوې.

نن سهار لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو  ترمنځ ترسره شوه، چې د مس عينک په بريا پاى ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بندامير لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٤٦ منډې جوړې کړې.

ددوى له لوري نور الحق ٤٢ او محمد نبي عيسى خېل ٣٧ د پام وړ منډې جوړې کړې. د مس عينک له لوري عبيدالله کونړي ٣ او ګلبدين نايب ٢ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي چې د مس عينک لوبـډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ١٩ اورونوکې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د مس عينک له لوري ګلبدين نايب په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٢ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه راز افسر ځاځي ٢٢، نور علي ځدراڼ ٢١ او نوروز منګل ٢٠ منډې جوړې کړې.

ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د کرکټ بورډ وياند وويل چې تر غرمې وروسته دويمه لوبه د سپين غر بازارانو او امو نهنګانو ترمنځ  ترسره شوه، چې د سپين غر په بريا پاى ته ورسېده.

د امو نهنګانو لومړۍ لوبه وکړه او ټوله لوبډله يې په ١٨ اورونو کې په ١٢١ منډو وسوځېدله، ددوى له لوري کريم صادق ٤٠ او شريف الدين اشرف د پام وړ ٣٣ منډې جوړې کړې.

د سپين غر له لوري عبدالله عادل او مسلم موسى دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ١٤ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

ددوى له لوري سميع  افريدي ٤٠ منډې او سميع الله شينواري ٣١ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې