کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۴): په کابل کې د معلولينو په ملي انسټيټيوټ کې د مصنوعي غړو د جوړېدو مرکز جوړ شو.
دغه مرکز به په کال کې زر مصنوعي غړي جوړوي او په وړيا ډول به د معلولينو په چوپړ کې وي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د شهيدانو او معلولينو د چارو مرستيالې جميلې افغان نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه مرکز د يوې هندۍ مرستندويه موسسې " JAIPUR FOOT " په مرسته جوړ شوى دى.
هغې وويل چې دغه مرکز کولای شي د يو کال په اوږدو کې زرو معلولو کسانو ته مصنوعي غړي جوړ کړي.
د معلولينو د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر فضل الله محمد پژواک ته وويل چې په ياد مرکز کې به د معلولينو لپاره هر ډول مرستې په وړيا توګه ترسره شي.
هغه وويل: "ډېر د خوښۍ ځای ده چې په لومړي ځل د معلولينو په ملي انسټيټيوټ کې د مصنوعي غړو د جوړېدو مرکز پرانيستل شو."
دى وايي چې يادې هندۍ موسسې تېر کال د دغه انسټيټيوټ دريو ډاکټرانو ته د مصنوعي غړو د جوړېدو زده کړې ورکړې دي او په پام کې لري چې د دغه مرکز درې نور ډاکټرانو ته هم اړينې زده کړې ورکړي.
د يادې هندۍ موسسې مشر ډاکټر ډيونيډرا راج مهتا (Devendra Raj Mehta) وويل: "خوشحاله يم چې په افغانستان کې د معلولو کسانو لپاره د مصنوعي غړو جوړولو دايمي مرکز پرانيستل شو او د دغه مرکز ډاکترانو چې په دې برخه کې يې ښې مسلکي زده کړې کړې، کولای شي په ښه ډول خپلو خلکو ته خدمت وکړي."
د ده په وينا، په دغه مرکز کې داسې مصنوعي غړي جوړېږي چې معلول کولای شي په ډېرې اسانتيا سره تګ ورباندې وکړي، بوټونه په پښو کړي او له ستونزو پرته لمونځ ورسره وکړي.
مهتا وايي چې دوى به د ياد مرکز له ډاکټرانو سره د مصنوعي غړو په جوړېدو کې مرسته کوي او علمي پرمختګونه به ورسره شريکوي.
دا مهال د عامې ورغتيا وزارت اړوند د وزيرمحمد اکبر خان په روغتون کې معلولينو ته مصنوعي غړي جوړېږي او تر څنګ يې د سره صليب او سويډن کمېټې هم په افغانستان کې په دې برخه کې فعاليت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










