کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤) : د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې سږ کال يې له افغان حاجيانو څخه ٢٣ميليونه افغانۍ د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره راغونډې کړې او د هېواد سرې مياشتې ته يې سپارلې دي.
د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني دا موضوع نن په هغو مراسمو کې چې د سږ کال حج بهير ارزولو په موخه په کابل کې جوړ شوې وه، په ډاګه کړه.
هغه د دغه بهير د برياليتوب تر څنګ وويل: "د سږ کال پروګرام لاسته راوړنې هم درلودې چې يوه يې له افغان حاجيانو څخه د ٢٣ ميليونه افغانيو راغونډول و چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشونو په درملنه کې به ولګېږي."
عثماني زياته کړه چې دا پيسې د هېواد سرې مياشتې ته سپارل شوې دي.
د سرې مياشتې پراختيايي چارو مشر طيب يوسفزي پژواک ته وويل: "په دې پيسو سږ کال مو ١٢٠ کسان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي، تداوي کوو."
د هغه په وينا، هر ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته دى، د يو تن په درملنه له دونيم زرو تر دريو زرو ډالرو لګښت راځي او دا ماشومان په دې خاطر چې روغ شي له هېواد څخه بهر استول کېږي.
يوسفزي زياته کړه چې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره د حاجيانو د مرستې پروسه تېر کال پيل شوه او له مخې يې پرېکړه وشوه چې هر حاجې زر افغانۍ له دې ماشومانو سره مرسته وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال له دې امله چې يو شمېر حاجيانو د حج اړوند پيسې مخکې بانک ته سپارلې وې، يوازې شپږ ميليونه افغانۍ راغونډې شوې؛ خو سږ کال دا پروګرام په بشپړ ډول پر ټولو حاجيانو عملي شو.
د سرې مياشتې ټولنې پراختيايي چارو مشر وويل:"موږ سږکال د زر افغانيو په ارزښت د مرستو ټکټونه چاپ او حاجيانو ته موورکړل، څو د حج پيسو سپارلو پر مهال دا اندازه پيسې هم بانک ته وسپاري."
د سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي چې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې پروګرام څلور کاله وړاندې پيل شو چې دې موده کې څه باندې اته زره ماشومان ثبت شوي دي چې له ياد شمېر څخه تر اوسه څلور زره تنه تدواي شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









