منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شپږيزې په سياليو کې کابل مشعل او بند امير خپلې لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): د هېواد په کچه تر ټولو لوى د کرکټ ملي شل اووريزو سياليو (شپږيزه) په لړ کې د کابل مشعل او بند امير لوبـډلو خپلې لوبـې وګټلې.

د هېوا د شپږو لوبـډلو په ګډون د کرکټ شپږيزې شل اووريزې سيالۍ د لړم په ١٢مه د کابل د کرکـټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړۍ لوبه د کابل مشعل او او بست ساتونکو تر منځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د کابل مشعل لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي چې د باران له امله دا لوبه ١٣ اورونو ته راټيټه کړى شوې وه، د بست ساتونکو په ټاکل شويو اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٩٠ منډې جوړې کړې.

د بست له لوري رحمت شاه ٢١، خيبر عمر ١٧ او نجيب ځدران ١٦ منډې جوړې کړې، د کابل مشعل له لوري امير حمزه ٣ ، ساجد خان او رشيد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وويل چې د کابل مشعل لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په يوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د کابل مشعل له لوري نجيب تره کي ٢٩، محمد شهزاد ٢٧ او اصغر ستانکزي ٢٠ منډې جوړې کړې. امير حمزه ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

تر غرمې وروسته دويمه لوبه د سپين غر زمريانو او بند امير ښامارانو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د بند  امير په بريا پاى ته ورسېده.

د سپين غر لوبډله له ټاکل شوو ٢٠ اورونو مخکې په نولسم اوور کې په ١٢٤ منډو وسوځېدله، د دوى له لوري شفيق الله په زړه پورې ٤٧  او رحمت سهاک ٢٦، سميع الله شينواري او طارق خان ١٧- ١٧ منډې جوړې کړې. د بند امير له لوري نوين الحق ، افتاب عالم او احمد قيس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، چې د بند امير ښامارانو لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د بند امير له لوري حشمت الله شاهدي ٥٠  او محمد نبي ٤٣ منډو جوړولو سره د خپلې لوبـډلې په بريا کې مهم رول ولوبولو.

د دواړو ترمنځ د يو يو اوور لوبه وشوه، بند امير په يو اوور ١٧ منډې جوړې کړې خو د سپين غر لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه کړ او لوبه يې وبايلله،

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې