منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بې پولې ډاکټرانو د کندوز پر روغتون د بريد د څېړنو پايلې خپرې کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل( پژواک، ۱۴ لړم ۹۴): د بې پولو ډاکټرانو (MSF) په کندوز ښار کې د دغه تنظيم پر روغتون د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد د څېړنو لومړنۍ پايلې خپرې کړي.

وروسته له هغه چې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه، وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيوه، امريکايي ځواکونو د افغان حکومت په غوښتنه د تلې په ١٢مه، په کندوز ښار کې پر  وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړل چې ددې بريدونو پر مهال په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم په نښه شو.

د پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم هغه مهال ددې بريد د غندلو ترڅنګ ويلي وو، چې په دې پېښه کې ٢٢ تنه وژل شوي او ٣٧ نور کسان ټپيان شوي دي.

امريکا پر دې پېښې بښنه غوښتې او د پېښې دقربانيانو له کورنيو سره د مرستې او د ياد روغتون د بياجوړولو ژمنې يې کړې، خو ياد تنظيم وايي چې ددې پېښې بايد بې پرې او په نړيواله کچه پلټنې وشي.

افغان او امريکايي حکومتونه ادعا کوي، چې په روغتون کې وسله وال شتون درلود، ځکه دوى پرې بريد وکړ.

خو د بې پولې ډاکټرانو مشر کرسټوفر سټوکس (Christopher Stokes)پر روغتون د بريد د يوې مياشتې د پوره کېدو پر مهال د لړم په ١٤مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل:"دا ډېره د خندا خبره ده چې ويل کيږي په دې روغتون کې ۳۰۰ تنه وسله وال مخالفينو شتون درلود."

هغه زياته کړه، د جګړې دواړو لوريو (وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو) ددې روغتون ټول قوانين منل او هېڅ تېروتنه هم نه ده شوې چې ګڼې کوم کس دې له وسلې سره راغلى وي.

سټوکس وايي: "موږ د نړيوالو قوانينو له مخې بې له دې چې ناروغ څوک؟ کوم او څه کار کوي په خپل روغتون کې د درملنې لپاره مانه، خو زموږ اساسي اصل دادی چې هېڅ وسله وال له وسلې او مخابرې سره نه شي کولای روغتون ته دننه شي."

د ياد روغتون مسوولين وايي چې د کندوز د بې پولو ډاکټرانو په روغتون کې ۲۰ تنه د وسله والو مخالفينو ټپيان، څلور تنه د ملي پوځ، ۱۰۵ تنه نور ناروغان، ۱۴۰ تنه کورني کارکوونکي  او د سره صليب د يوه استازي په ګډون ۹ تنو  بهرنيو کاروکونکو شتون درلود.

د بې پولې ډاکټرانو تنظيم مشر زياته کړه، تر اوسه ددې روغتون په اړه ډېرې پوښتنې پاتې دي چې ددې بريد امر چا ورکړی، معلومات چا ورکړي او کوم کس بريد کړی ، چې دا به تر څېړنو وروسته معلومه شي؟

دی زياتوي چې ددې بريد پر مهال ۱۳ د روغتون کارکوونکي، ۱۰ ناورغان او ۱۰ تنه نور هم وژل شوي چې نه پوهېږي پاتې کسان به څوک وي.

د بې پولې ډاکټرانو په دغه خبري غونډه کې هغه لومړنۍ پايلې هم د رسنيو په واک کې ورکړې، چې په تېره يوه مياشت کې يې د څېړنو په پايله کې ترلاسه کړې دي.

په دې راپور کې تر بريده مخکې او وروسته د ټولو حالاتو ارزونه او څېړنه شوې او وروسته يې لنډه پايله اعلان کړې ده.

د څېړنو په پايلو کې راغلي ، هغه تړون او موافقه چې د نړيوال بشري قوانينو پر اساس د روغتيايي اسانتياوو بې پلوۍ ته درناوي کوي په بشپړ ډول په خپل ځاى وه او مخکې له هوايي بريدونو څخه له ټولو ښکېلو خواوو سره پرې موافقه شوې وه.

سرچينې زياته کړې، د کندوز روغتيايي مرکز د يوه  روغتون په توګه د ١٠٥ بستري ناروغانو په درلودلو او د هوايي بريدونو پر مهال د جراحي عمليات په ترسره کولو سره په بشپړ ډول فعال و.

په راپور کې راغلي، د وسلې نشتون پاليسۍ په ګډون د ايم اېس اېف ټول قوانين په روغتون کې پلي کېدل، درناوى ورته کېده او د هوايي بريدونو پر مهال اېم ايس ايف خپل روغتون تر خپل کنټرول لاندې راوستلى و.

سرچينه زياتوي، د روغتون په ودانۍ کې هېڅ وسله وال شتون نه درلود او د هوايي بريد پر مهال د کندوز تراما مرکز کې هېڅ شخړه نه وه روانه .

په راپور کې راغلي،  د شخړې ښکېلو خواوو ته د جي اېس اېم کارديناسيون په دقيق توګه ورکړل شوي وو  او په کابل او نيويارک کې د ايم ايس ايف ادارو له لوري د شخړې له ښکېلو خواوو سره د هغوى د خبرولو لپاره اړيکې ونيول شوې.

 د بې پولې ډاکټرانو تنظيم ويلي، ددې پايلو پر بنسټ، د هغو قوانينو پر سر چې له مخې يې روغتونونه په جګړييزو سيمو کې فعاليت کوي د پراخې موافقې او بې له قيدو شرطه ددغو قوانينو په رسميت پېژندلو په سملاسي توګه اړتيا ليدل کېږي يو فعال روغتون چې د ناروغانو درملنه کوي، د بېلګې په توګه د کندوز روغتون خونديتوب ته اړتيا لري او بايد تر بريد لاندې رانه شي.

ټپي وسله وال بايد له کرکې او تبعيض پرته تر درملنې لاندې ونيول شي او بايد بريد پرې ونه شي.

روغتيايي کارکوونکي بايد شکنجه نه او ټپي وسله والو ته د درملنې د برابرولو له امله  پرې بريد ونه شي.

د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم د لومړنيو څېړنيو پايلې د لاندې لينک په کېکاږلو سره لوستلى شئ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا