کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٤): د ښار جوړونې چارو وزارت، د دغه وزارت د سل ورځني پلان له ٩٢ سلنه بشپړوالي خبر ورکړى او وايي، چې د انجنيرۍ د مهندسي نظام نهايي کول، له هستوګنځايونو څخه څارنه او د نوي کابل د برخليک ټاکل؛ د وزارت د دندو په لومړيتوب کې ځاى لري.
د ولسمشرۍ رياست د لارښوونې پر بنسټ، د وزيرانو د لومړيو سلو ورځو کاري پلان لړۍ په غبرګولي مياشت کې پيل شوه او ټولو وزارتونو خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.
اوسمهال وزارتونه د سل ورځني پلان دويمه لړۍ پيلوي.
د ښار جوړونې چارو وزير سيد منصور نادري نن د يوې ناستې په ترڅ کې د دويم سل ورځني کاري پلان په وړاندې کولو سره وويل، چې په دغه پلان کې درې برخې شاملې دي، چې "ښاري ملي پروګرام، د ښاري مديريت نظام سمون، په اجراييوي چارو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه" دي.
د ښار جوړونې چارو وزير زياته کړه، چې د ښاري ملي پروګرام په برخه کې د ښار جوړونې پلان، د هستوګنې برابرول او د غيرپلاني سيمو اصلاح، د ښاري پلان جوړونې پاليسۍ بشپړول، د ښاري زېربناو د تنظيمولو لپاره د پاليسۍ د چوکاټ تدوين، د هېواد د ٣٤ ښارونو وضعيت پر دويم فاز کار پيلول يا د ملګرو ملتونو د بشر د هستوګنې له مرکز سره په مشارکت کې د ښارونو راتلونکى پروګرام (هبيټاټ) شامل دي.
هغه وويل، چې د غيرپلاني سيمو او هستوګنځايونو نهايي کول، په لويو ښارونو کې د هستوګنځايونو د جوړلو لپاره پر ګټه اخيستونکو ځمکو باندې د هستوګنځايونو د مقدماتي طرحې پيل، د خوشال خان د پروژې پرانېسته، د اماراتو پروژې د لومړي فاز او د قصبې د دويم فاز بشپړول، په غيرپلاني سيمو د جوړو شويو کورونو لپاره د ملکيت د سند وېش لپاره چمتووالى او د هستوګنې په برخه کې د پانګونې راجلبول د ملي ښاري پروګرام له نورو برخو بلل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د نوي کابل د ځمکو ځينې برخې چې اوسمهال غصب شوې، په پلان کې دي چې حقوقي برخليک يې روښانه کړي، خو په دې اړه يې معلومات وړاندې نه کړل.
د کابل نوي ښار کې، د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د پروان ولايت د باريک اب ولسوالۍ سيمې شاملې دي او د ماسټرپلان کار يې په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د جاپان د (جايکا) موسسې له لارې پيل شوى دى.
په دغه ښار کې چې ٣٧٠ زره جريبه مساحت لري، شا وخوا درې مليون کسانو لپاره پکې له ٦٠٠ زره ډېر کورونه جوړيږي.
د ده سبز ولسوالۍ يو شمېر خلکو څو ځلې لاريون کړى او د نوي کابل د پروژې پر ځمکه يې د ملکيت ادعا کوله چې يو شمېرکسان يې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي او ټپيان شوي دي.
په اجراييوي چارو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو او له اداري فساد سره مبارزه کې، په ولايتوو کې د موجوده ظرفيتونو کره ارزونه، د وزارت د پنځه کلن سټراټيژيک پلان نهايي کول، پر تصديو باندې د هستوګنځايونو د پروژو د ودانيزو برخو ټول لېږد، د وزارت په تصديو کې د اصلاحاتو پيل، په دنده کې د تداخل ستونزې حل او د دويمو واحدونو تر منځ د همغږۍ د اغېزمن ميکانيزم رامنځته کول، روڼوالى او د پېرېدونکو شکايتونو ته لاسرسى تشکيلوي.
وزير د لومړيو سلو ورځو پلان د عملي کولو په اړه وويل، چې په پاده موده کې يې د پلان ٩٢ سلنه کار بشپړ کړى او د پاتې ٨ سلنه کارونو مقدماتي چارې هم بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د دويم سل ورځني کار کې يې چارې بشپړې کړي.
نادري زياته کړه: " هيله لرو چې د دويمو سلو ورځو کاري پلان هم د لومړنيو سلو ورځو کاري پلان په څېر عملي کړو او په خپلو کارونو کې مخکښ واوسو."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










