کابل، فيروزکوه( پژواک،۱۵لړم ۹۴): په غورولايت کې د يوې ځوانې ښځې سنګسار کېدل په کابل اوغور کې د لاريونونو او غونډو په ترڅ کې غندل شوي او د عاملينو دنيولو او سزا ورکولو غوښتنه يې وشوه.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې عاملين يې پېژندل شوي، خو سيمه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او يواځې نه شي کولاى چې هغوى ونيسي.
راپورونه وايي چې طالبانو د لړم په ٣مه ، د رخشانې په نوم يوه مېرمن د غور د مرکز فيروزکوه اړوند په اودک غلمين کلي کې په عام محضر کې سنګسار کړه.
دا ښځه چې ١٩ کلنه وه او اوس اوس په زوره واده شوې وه، له يو بل هلک سره د فيروز کوه مرغاب سيمې ته تښتېدلې وه.طالبانو دا نجلۍ په عام محضر کې سنګسار کړې، هلک يې چې واده يې نه و کړى، له سلو درو وهلو وروسته خوشى کړى او د نجلۍ مړى يې د هغوى کورنۍ ته سپارلى دى.
د دې ښځې د سنګسار ويډيو هم په دې وروستيو کې خپره شوې ده.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










