کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٤ ) : په کابل کې د الکوزي شپږيزې کرکټ شل اووريزو سياليو په لړ کې د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو خپلې لوبې وګټلې.
د هېواد د شپږو لوبډلو په ګډون د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اووريزې ملي سيالۍ تېره اوونۍ په کابل کې پيل شوې دي.
نن د لړم په ١٦مه، په پنځمه ورځ هم ددې سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړۍ لوبه د سپين غر زمريانو او بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه.
هغه زياته کړه،د لوبې پچه د سپين غر زمريانو لوبډلې وګټله او سياله لوبډله يې توپوهنې ته راوبلله.
د بست ساتونکو لوبډلې په شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ ، د بست له لوري منيراحمد ۶۹ په زړه پورې منډې جوړې کړې. د سپين غر زمريانو له لوري طارق ۲ ، عبدالله عادل، مسلم موسی، باطن شاه او شفيق الله يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
هوتک وايي، د سپين غر زمريانو لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د دوى له لوري شبيرنوري ۶۹ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
تر غرمې وروسته دويمه لوبه د امو نهنګانو او مشعل کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د امو په بريا پاى ته ورسېده.
د کابل بازانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ چې له دې ډلې يې شهزاد محمدي ۶۲ منډې جوړې کړې. د آمو نهنګانو توپ اچونکو له لوري جاوېد احمدي ۳ لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې د امو نهنګانو ورکړل شوی هدف د لوبې په اتلسم اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ ، ددوى له لوري جاوېد احمدي ۳۶ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د سپين غر لوبډله چې تر اوسه يې درې لوبې ګټلې دي، د روانو سياليو نيمه پاى لوبه يا سيمې فاينل ته يې لاره پيدا کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










