کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٤): په يوه دوه ورځنۍ ناسته کې ١٦٠ افغان ډاکټرانو ته د هډوکي د درملنې د دوو طبي الو (افغان ساين او افغان اله) د کارونې لارې چارې ور ښوول کېږي تر څو په دې برخه کې چوپړ پراختيا ومومي.
په ١٣٩٢ کال کې يوه افغان ډاکټر ،محمد اسماعيل وردګ، د "افغان الې" په نوم داسې يوه طبي اله جوړه کړه چې په مرسته يې د مات شوي ځنګون او يا څنګل درملنه کېداى شي.
دغه راز"افغان ساين" هم په هډوکي کې د سيخ تېرولو اله ده چې امريکايي ډاکټر ليوس زرکل (Dr Lewis Zirkle) په ١٩٧١ ميلادي کال کې جوړه کړې او په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې يې کابل کې د سردار محمد داوود روغتون ته راوړې ده.
کابل کې د سردارمحمدداوود خان روغتون يوه چارواکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت، عامې روغتيا وزارت، ملي پوليسو او ملي امنيت د ارتوپيډي د څانګې ١٦٠ ډاکټرانو ته د يادو الو د کارونې زده کړې ورکول کېږي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فيروز نن د دې ناستې د پيل پر مهال وويل چې "افغان ساين او افغان اله" د هډوکي د درملنې غوره طبي الې دي.
هغه وايي، ياده دوه ورځنۍ ناسته ځکه ډېره مهمه ده چې له لارې يې ډېر نور ډاکټران د دې الو د کارولو لارې چارې زده کوي.
وزير وايي، دا کار ځکه ډېر ګټور دى چې افغانستان د جګړې په حال کې هېواد دى او د دې الو کارولو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال سترجنرال عبدالخالق سروري وويل چې له دې لارې د ډېرو هغو سرتېرو درملنه کېږي او بېرته دندو ستنيږي چې د جګړو پر مهال ټپيان شوي وي.
ډاکټر محمداسماعيل وردګ وويل چې په ياده ناسته کې به افغان ډاکټرانو ته په مصنوعي هډوکو کې د يادو الو د کارولو د لارو چارو ورزده کولو تر څنګ، د ناستې ګډونوالو ته ځينې اړين طبي کتابونه او نور معلومات هم په واک کې ورکول کېږي.
دى وايي چې افغان اله دى په ابتدايي امکاناتو سره جوړوي ، خو اړينه ده چې د داسې الو د جوړولو لپاره په هېواد کې يوه فابريکه جوړه شي.
امريکايي ډاکټر ليوس زرکل هم په نننۍ ناسته کې وويل چې افغان ساين تر ډېره بايد د هغو پوځيانو او ملکي وګړو د درملنې لپاره وکارول شي چې اقتصادي ستونزې لري.
دى وايي چې د افغان ساين الې جوړول ١٥٠ امريکايي ډالره لګښت غواړي.
هغه زياتوي چې دى د اړتيا له مخې دغه الې افغانستان ته رالېږي تر څو دلته اړمن کسان ترې وړيا ګټه پورته کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










