کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې له پي اېن جي هېواد سره د سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله د پي اېن جي ملي لوبډلې پر وړاندې د لويو وچو جام (Intercontinental Cup) سياليو د لړۍ څلور ورځنۍ لوبه د لړم په ٣٠مه (د نومبر په ٢١مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيزې کمېټې له ارزونو وروسته يادې لوبې لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې د کرکټ ملي لوبډله د سياليو لپاره پوره چمتووالی لري او د دغو سياليو ارزښت ته په کتنې سره به د اتلولۍ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.
ياد لوبې لپاره شبير نوري، نور علي ځدران، جاوېد احمدي، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزى، محمدنبي عيسى خېل، رحمت شاه، سميع الله شينوارى، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځى، دولت ځدراڼ، يمين احمدزى، شرف الدين اشرف، رشيد خان او نواز خان لوبغاړي اعلان شوي دي.
د يادونې ده، پخوانى کپتان نوروز منګل چې په دې وروستيو لوبو کې ښه نه و ځلېدلى، له لوبډلې ايستل شوى دى.
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبه کرکټ ټولنې مشر ضراب شاه ظهير له ملي لوبډلې د نوروز منګل پر لرې کولو نيوکه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې نوروز منګل تجربه لرونکى پياوړى لوبغاړى او په ځانګړې توګه د څلور ورځنيو لپاره مناسب لوبغاړى دى.
نوموړي له افغانستان کرکټ بورډه وغوښتل چې د ټولنيزو شبکو د کاروونکو په نيوکو دې د لوبغاړو په اړه تصميمونه نه نيسي.
د يادونې ده، افغانستان تر اوسه د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې يواځې له سکاټلينډ سره لوبه کړې وه چې د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.
خو دا چې په دې لوبه کې سکاټلينډ ښه ځلېدلى و، نو هغوى ته ١٤ او افغانستان ته ٧ نومرې ورکړل شوې وه.
د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ، هالنډ، نميبيا، پي اېن جي، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډونوال دي.
د ايرلينډ لوبډلې دوه لوبې کړې، دواړه يې ګټلې او د ٤٠ نومرو لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړى، هالنډ دويم ،نميبيا درېيم او افغانستان يوه لوبه ترسره کولو سره د اوو نومرو سره په شپږ مقام کې ځاى لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










