فيض اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د هندوستان له خوا په بدخشان کې د دريو کلينيکونو په جوړولو سره به د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه او شاوخوا ٦٠ زره کورنۍ به د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.
د دغو کلينيکونو کار په درايم، شهر بزرګ او ارغنچخواه ولسواليو کې د ٦٨٠ زره امريکايي ډالرو په ټوليز لګښت نن پيل شو او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې بشپړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
د بدخشان ولايت استازي اسامه بصير د درايم ولسوالۍ په دواب کلي کې د دغه کلينيک د کار پرانيستې مراسمو کې وويل چې دغه کلينيک ١٩٠زره امريکايي ډالر لګښت لري او د دې ولسوالۍ ١٦زره کورنيو ته به روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه زياته کړه چې د شهر بزرګ کلينيک هم د ١٩٠ زره ډالرو او د ارغنچخوا کلنيک د ٣٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د بصير په خبره، د ارغنچخواه کلينيک ٢٠ بستره لري او دوه نور کلينيکونه بستر نه لري.
د بدخشان د عامې روغتيا مشر ډاکټر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا درې کلينيکونه نسايي- ولادي سرويسونه، واکسين، عمومي درملنه، نرى رنځ او د مور او ماشوم ملاتړ برخې شته چې د مور او ماشوم د مړينې کچې په کمښت کې اغېزناک واقع شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا روغتيايي مرکز شاوخوا ٦٠ زره کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
ډاکټرخاوري وايي: ((موږ په اکثره ولسواليو کې مسلکي او جراح ډاکټران نه لرو، دا وضعيت ددې سبب شوى چې ډېرى ناروغان د بدخشان مرکز فيض اباد ته ولايتي روغتون ته راوړل شي او په دې روغتون کې د کار حجم زيات شي.))
د عامې روغتيا مشر وويل چې ځيني ناروغان په ځانګړي ډول اميندوارې مېرمنې له ولسواليو مرکزي روغتون ته د لېږد پر مهال په لاره کې مري.
روغتيايي چارواکي وايي چې د هرې ولسوالۍ په مرکز کې روغتيايي مرکز شته، خو ځيني کلي تر مرکز پورې دوې شپې ورځې لاره لري چې دا چاره د مور او ماشوم د مړينې سبب کېږي.
د ځايي چارواکو په خبره، يوې تازه سروې له مخې بدخشان څه باندې يو ميليون وګړي لري چې ١٧٢ زره يې هغه مېرمنې دي چې له ١٤تر ٤٩ کلونو پورې عمر لري.
له دې ډلې يې هر کلا له ٧٢ څخه تر ٧٣ زرو پورې ميندوارې کېږي چې ٦٣ زره يې روغ او خوندي زېږون کوي او ٩ زره نورې يې خپل ماشوم د ميندوارۍ او زېږون پرمهال له لاسه ورکوي.
شمېرې څرګندوي چې په بدخشان کې تر پنځو کلونو لاندې ماشومانو د مړينې کچه په کلني ډول شپږ زره کسانو ته رسېږي، خو د مور او ميندو د مړينې کچه د روغتيايي مرکزونو په زياتېدو او روغتيايي خدمتونو په ډېرېدو سره ټيټه شوې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










