جلال اباد(پژواک،۲۳لړم ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت د اتو ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د امبولانسونو په ورکړې به د بېړنيو ناروغانو په انتقال او درملنه کې ښه والی راشي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د لړم په ۲۳مه، په جلال اباد کې په دې تړاو غونډه کې وويل، چې اته امبولانسونه يې د عامې روغتيا وزارت څخه ترلاسه او ولسواليو ته به يې ورکړي.
والي زياته کړه: ((کابل ته مې په سفر کې د عامې روغتيا له وزيره هيله وکړه، چې د ځينو ولسواليو د کلينکونو لپاره امبولانسونه راکړي ، اته امولانسونه يې راولېږل موږ ترې مننه کوو.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د يادې غونډه کې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، چې دا امبولانسونه د عامې روغتيا وزارت د ۴ عشاريه شپږ ميليونه افغانيو په لګښت پيرل شوي دي.
نوموړى وايي: ((د دې امبولانسونو په مرسته به هغه ناروغان ژر روغتيايي مرکزونو ته انتقال شي چې بېړنی حال ولري.))
د هغه په وينا چې دا امبولانسونه به د خوږياڼو، پچيراګام، ګوشتې، ښېوې، کوټ، اچين، دربابا او لعلپورې روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شي.
دی وايي: ((موږ په ټولو ولسواليو کې ورته امبولاسونه لرو، ځينې يې زاړه شوي چې غواړو تبديل يې کړو نو ځکه ويلی شم، چې اته نور ورته موټرې هم راسره مرسته کېږي.))
د ګوشتې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز يو تن ډاکټر شاه محمود پژواک اژانس ته وويل، چې دوی په ځينو ولسواليو کې امبولانسونو ته اړتيا لري.
هغه وايي: ((دا امبولانسونه به له موږ سره مرسته وکړي، چې بيړني ناروغان د درملنې لپاره د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته انتقال کړو.))
نوموړي هيله وکړه، چې په ورته نورو برخو کې هم بايد ورسره مرستې وشي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










