منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله هندوستان ته روانه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د افغانستان د کرکټ  د ١٩ کلنو ملي لوبډله له هندوستان او بنګله دېش سره د سياليو په موخه د ډيلي پر لوري روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ  بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نولس کلنو ملي لوبډله به د روان زېږيز کال نومبر په ۱۷مه نېټه د خپلو دوو سيالانو هند او بنګله دېش پر وړاندې د سياليو لړۍ پيلوي.

هندوستان ته تر روانېدو مخکې  د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش په کابل کې د هند د سفارت مرستيال ويراج سنګ، د کرکټ بورډ کارکوونکو، د نولس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو او روزونکي په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

نسيم الله دانش د هندوستان له سفارته مننه وکړه چې د افغانستان کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دانش د نولس کلنو ملي لوبډلې چمتووالي په اړه وويل چې ياده لوبډله له هره اړخه چمتو او په سياليو کې به اغېزمن ګډون ولري.

نوموړي د اسيا غوره ليګ سياليو کې د نولس کلنو ملي لوبډلې اتلولۍ او لوړ مورال په اړه زياته کړه چې په دې سياليو کې به هم خورا ښې نتيجې ولري.

په افغانستان کې د هند سفارت مرستيال سفير ويراج سنګ د افغانستان له کرکټ سره د خپل هېواد ملاتړ ډاډ ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې افغان کرکټ د پرمختګ په لور روان دی او يوه ډېره روښانه راتلونکې به ولري.

ويراج سنګ وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره هم له افغان کرکټ بورډ ادارې سره د مرستو لېوالتيا لري او ډېر ژر به عملي بڼه خپله کړي.

د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى په هندوستان کې ترسره کېدونکو سياليو لپاره ښه تيارى نيولی او تمريناتي يې ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې په لوبډله کې يې پياوړي لوبغاړي شتون لري او هيله يې څرګنده کړه چې لوبډله به يې ښې لوبې ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې