جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د "باز خيريه بنسټ" له لوري شلو هغو معذورو کسانو ته چې لاسونه يې د جګړو او چاودنو له امله له لاسه ورکړي، مصنوعي لاسونه ورکړل شول .
د دغه بنسټ مشر بازمحمد عابد د لړم په ٢٨مه د دغو مصنوعي لاسونو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اسټراليا کې د ځينو افغانانو له لوري د دوی له بنسټ سره د پنځوسو مصنوعي لاسونو مرسته شوې ده.
هغه زياته کړه، له دې څخه يې نن ٢٧ مصنوعي لاسونه شلو هغو کسانو ته ورکړل چې خپل لاسونه يې د جګړو په ليکو او چاودنو کې له لاسه ورکړي دي.
د نوموړي په وينا، هر مصنوعي لاس شاوخوا پنځه سوه امريکايي ډالره بيه لري چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او ځينو نورو ولايتونو او سېدونکو ته ورکول کېږي.
د دغو مصنوعي لاسونو د وېش د مراسمو په څنډه کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د باز خيريه بنسټ د هڅو او په اسټراليا کې د مېشتو افغانانو له مرستې مننه وکړه.
هغه له نورو ټولنو هم وغوښتل چې د ياد بنسټ په څېر له بې وزله وګړو سره د مرستو او معذورو کسانو ته د اسانتياوو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي.
نوموړي دغه راز له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له سوداګرو وغوښتل چې په دغو برخو کې له خيره بنسټونو سره مرستې وکړي .
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله چې دواړه لاسونه يې د جګړې پر مهال له لاسه ورکړي، د مصنوعي لاسونو د ورکړې له امله خوښي وښوده.
هغه پژواک ته وويل: ((اوس مهال کولى شم چې د چای ګيلاس راواخلم، ډوډۍ په قاشوغه وخورم او له خلکو سره په لاس ستړې مشې هم وکړم.))
پر دغو متحرکو مصنوعي لاسونو سربېره د باز خيريه ټولنې له لوري تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې سلګونو معذورو وګړو ته بايسکلونه هم ورکړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن