منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروپايي ټولنه د افغانستان دعامې روغتيا وزارت سره اته ميليونه يورو مرسته کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل(پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): اروپايي ټولنه د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره د رواني ستونزو لرونکو او معلولو کسانو سره د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په برخه کې اته ميليونه يورو مرسته کوي.

 ددې مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو تړون نن د افغانستان د عامې روغتيا د وزير ډاګټر فيروز الدين فيروز، د اروپايي ټولنې د استازي او د دوو پلي کوونکو نړيوالو موسسو له استازو سره په کابل کې لاسليک شو.

فيروز وويل، که څه هم په تېره يوه مياشت کې په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د پام وړ کارونه شوي، خو د رواني تکليفونو او معيوبيت په برخه کې د بوديجې د نشتوالي او تخنيکي ستونزو په سبب ډېره پاملرنه نه ده شوې.

 د هغه د معلوماتو له مخې، ددې مرستو له ډلې يې درې ميليونه د رواني تکليفونو او پنځه ميليونه نور معلوليت لرونکو کسانو ته د خدمتونو وړاندې کولو، روزنې او د فزيو تراپيسټانو د ظرفيت لوړولو په برخه کې راتلونکى کال د همکارو موسساتو له خوا لګول کېږي.

دعامې روغتيا وزير په ډاګه کړه چې اوسمهال د رواني روغتيا شاوخوا ٢٠٠ سلاکاران د هېواد په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې فعاليت لري.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې له يادو مرستو په ګټه اخيستلو سره تر راتلونکي کال پورې ٢٥٠ نور دا ډول سلاکاران د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې وګومارل شي.

 د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو له ٢١٠٠ مرکزونو څخه يې ٢٠٠ د رواني روغتيا ټولنيز سلاکاران لري.

نوموړي په ډاګه کړه چې  د افغانستان د خلکو پنځوس سلنه خلک رواني ستونزې لري او شاوخوا ٣٠ سلنه يې رواني ناروغان دي.

خو هغه څرګنده کړه چې رواني ناروغانو ته يواځې د درملو تجويز او د هغوى د ستونزو حل بسنه نه کوي، بلکې د ټولنيزو سلاکارانو سلا مشورو ته اړتيا لري.

 د عامې روغتيا د وزير په خبره، څو کلنې جګړې، کډوالۍ، د نشه يي توکو زياتېدل، د تاوتريخوالي دوام، بې وزلي او وزګارتيا له هغو لاملونو دي چې د خلکو ترمنځ يې رواني ګډوډۍ رامنځته کړې، خو له دينې لارښوونو، ورزش او مناسبو خوړو کار اخيستل کولى شي چې په دې برخه کې مثبت رول ولري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د مرستو مشر مار زيوسيين (Maurizio Cian)، په دې مراسمو کې وويل چې نا امنۍ، بېوزلۍ او د خلکو بې ځايه کېدو د افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې دا لاملونه د رواني ګډوډيو او اندېښنو سبب شوي او په همدې ډول جګړو او د ماين چاودنو ګڼ شمېر افغانان معيوب کړي او دا زيانمن شوى قشر مرستو ته جدي اړتيا لري.

 هغه په ډاګه کړه چې له دې مواردو سره مرسته، د اروپايي ټولنې په لومړيتوبونو کې راځي او تر اوسه له افغانستان سره په دې دوو برخو کې ٢٥ ميليونه يورو مرسته شوې ده.

د هغه په خبره، دا ټولنې د رواني روغتيا د ٢٤٠ زره سلاکارانو د روزنې زمينه مساعده کړې چې د ١٤٠ کسانو روزنيزه دوره پاى ته رسېدلې او ټاکل شوې چې تر يوه بل کال پورې سل نور کسان هم دا روزنيزه دوره پاى ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې ٧٧٥فزيو تراپيسټانو ته اړتيا لري چې اوسمهال په دې برخه کې ٣٥٠ کسان روزل شوي چې په خصوصي برخو او د سره صليب نړيواله کمېټه کې فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا