کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): افغانستان د انټرکانټنينټال کپ کرکټ سياليو په لړ کې د پي اېن جي هېواد ته په څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکولو سره د دغو سياليو د نومرو په جدول کې درېيم مقام خپل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه دری ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وه او نن د افغانستان په بريا سره پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه چې د افغانستان ټوله لوبـډله په لومړي وار (اننګز) کې ١٤٢ منډو وسوځېده چې له ډله يې محمد شهزاد ٢٩، اصغر ستانکزى ٢٦ او شرف الدين اشرف ٢٥ منډې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د پي اېن جي لوبـډلې په خپل لومړي وار کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٥ منډې جوړې کړې او تر افغانستان يې ١٥٣ منډې زياتې کړې
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري يمين احمدزي ٣ او نوازخان دوه لوبغاړي سوځولي.
خو د افغانستان لوبـډلې په خپل دويم وار کې ډېره په زړه پورې لوبه کې وکړه او د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ٥٤٠ منډې جوړې کړې او ملي ريکارډ يې جوړ کړ، تر دې وړاندې افغانستان په ٢٠١٠ کال کې د کاناډا پر وړاندې په يوه وار ٤٩٤ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي چې د افغانستان له لوري شهزاد محمد ١١٦، حشمت الله شهيدي ١١٢، اصغر ستانکزي ١٢٧، ګلبدين نايب ٧٤ او ميرويس اشرف ٥٤ منډې کړې.
د افغانستان د ملي لوبـډلې د دويم وار له منډو څخه د پي اېن جي د لومړي وار د زياتو منډو ايستلو وروسته پي اېن جي ته د ٣٨٧ منډو هدف ورکړ، خو د پي اين جي لوبډلې دغه لوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٨٨ منډو وسوځېدله او دغه ارز افغانستان دا لوبه د ٢٠١ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري يمين احمدزي او ظاهر خان څلور څلور لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان ته ١٤ او پي اېن جي ته ٦ نومرې ورکړل شوې.
د يادو نومرو په ترلاسه کولو سره په دې سياليو کې د افغانستان ټولې نومرې ٢١ شوې او د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو په جدول کې يې درېيم مقام خپل کړ، تر دې مخکې د افغانستان شپږم مقام و.
د يادونې ده، افغانستان تر دې مخکې د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې يواځې له سکاټلينډ سره لوبه کړې وه چې د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.
خو دا چې په دې لوبه کې سکاټلينډ ښه ځلېدلى و، نو هغوى ته ١٤ او افغانستان ته ٧ نومرې ورکړل شوې وې.
د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ، هالنډ، نميبيا، پي اېن جي، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډونوالې دي.
د ايرلينډ لوبډلې دوه لوبې کړي، دواړه يې ګټلي او د ٤٠ نومرو لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړى، هالنډ دويم او افغانستان درېيم مقام لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










