منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان کرکټ بورډ “پژواک اژانس” ته ستاينليک ورکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ د رول ترسره کولو په موخه پژواک خبري اژانس ته ستايلينک ورکړ.

په دې اړه د ليندۍ په ٣مه د افغانستان کرکټ په مرکزي دفتر کې يو لړ مراسم په لاره اچول شوي وو چې د پژواک تر څنګ د هېواد يو شمېر نورو رسنيو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول.

د افغانستان کرکـټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش يادې غونډې ته په خپله وينا کې د کرکـټ په وده او پرمختګ کې د رسنيو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې رسنۍ د يوه هېواد څلورمه قوه جوړوي.

هغه د افغانستان له ټولو رسنيو مننه وکړه چې تل يې د کرکټ لوبې که هغه په ملي او يا هم نړيواله کچه وې، تر پوښښ لاندې راوستې او د دې لوبې مينه والو ته يې معلومات رسولي دي.

نسيم الله دانش په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د لوبو پر پرمختګونو هم رڼا واچوله او زياته يې کړه چې د دې ادارې د رييس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته يې د دې دندې يو کال پوره شو.

نوموړي زياته کړه چې په دغه يوه کال کې دوى د کرکټ بورډ ادارې په عايداتو کې ٥٧ سلنه زياتوالى راوستى او دغه راز لګښتونه يې هم ډېر کم کړي دي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې د لومړي ځل لپاره دوى د کرکټ لپاره سپانسر يا رسمي مالي ملاتړ کوونکى شرکت پيدا کړ او له الکوزي سره يې د درې ميليونو ډالرو تړون لاسليک کړ.

دانش وايي چې دوى دغه راز له يو شمېر نورو ملي او نړيوالو شرکتونو سره هم قراردادونه لاسليک کړي چې له امله يې په کورني کچه د کرکټ لپاره د پرمختګ ډېر کارونه شوي.

ده زياته کړه چې د کابل په  نړيوال کرکټ لوبغالي کې د بيارغونې د ګڼ شمېر کارونو ترسره کولو او نړيوال معيار سره يې د برابرولو تر څنګ په ولايتونو کې هم د کرکټ ميدانونو او اکاډميو پر جوړولو يې لاس پورې کړى او ځيني يې بشپړ شوي دي.

د هغه په وينا، ملي  او ١٩ کلنو لوبـډلو په تېر يوه کال کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، ملي لوبـډلې د شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او د زمبابوې په څېر يې د کرکـټ د لومړۍ درجې دريـځ لرونکي هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ عمومي مشر وويل چې په راتلونکي کال کې د هندوستان له الف لوبـډلې سره پنځه يوه ورځنۍ لوبې لري او له يو شمېر نورو پياوړو لوبـډلو سره يې هم د لوبو پلان جوړ کړى دى.

د دغو مراسمو په پاى کې پر رسنيو ستاينليکونه ووېشل شول.

د پژواک اژانس اېډېټر جاوېد هميم کاکړ د خپلې ادارې په استازيتوب دا ستاينليک ترلاسه کړ.

د ملي راډيو تلويزيون خبريال عرفان الله ګرديوال پژواک اژانس ته وويل چې کرکټ تر ټولو لوبو زيات هېواد ته زيات وياړونه راوړي دي او دا د رسنيو مسووليت دى چې د دې لوبې په اړه معلومات مينه والو ته ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې