منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په کرکټ کې عمان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په شل اووريزه نړيواله لوبه کې  د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لوبه چې  نن د متحده عربي اماراتو په ابو ظهبۍ ښار کې ترسره شوه، پچه يې عمان وګټله او لومړى يې توپ اچونه وکړه.

هغه زياته کړه چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې جوړې کړې او عمان ته يې د ١٦٠ منډو هدف ورکړ.

د  افغانستان له لوري عثمان غني ۶۹ په زړه پورې منډې جوړې کړې.

هوتک وايي چې د عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د لوبې په ۱۹ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبايلله.

د افغان توپ اچوونکو له لوري سيد شېرزاد ۳، روښان بارکزي ۲ او سميع الله شینواري هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

د يادونې ده، پرون د هانګ کانګ لوبډلې له افغانستانه د کرکټ شل اووريزه نړيواله لوبه ګټلې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې