کابل ( پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د هېواد د مرکزي بند امير زون دپوهنتونونو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د کاپيسا د البيروني پوهنتون په اتلولۍ پاى ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک د ليندۍ په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شل اووريزو سياليو کې د مرکزي زون د شپږو پوهنتونونو د کرکټ لوبډلو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، دا سيالۍ تېره اوونۍ پيل شوې وې او نن د کاپيسا ولايت دالبيروني پوهنتون په بريا سره پاى ته ورسېدې.
هوتک وويل چې ددې سياليو پاى لوبې ته د کابل د ويټال انسـټيټيوټ او د کاپيسا د البيرون پوهنتون لوبډلې لاره موندلې وه
د نوموړي په وينا، د کابل ويټال انسـټيټيوټ لوبډلې ته په ١٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٠ منډې جوړې کړې او البيروني ته يې د ١٢١ منډو هدف وټاکه.
هوتک وايي چې په ځواب کې د البيروني پوهنتون لوبډلې ياد هدف په نولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د هغه په وينا، يحيى خان چې ٤٨ منډې يې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د لوبې په پاى کې دافغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس نسيم الله دانش او نورو مسوولينو له خوا پر لوبغاړو او لوبـډلو جايزې ووېشل شوې.
دانش د ورته سياليو په لاره اچول په ټولو زونونو کې اړين بلل او د ټولوزونونو پر مسوولينو يې غږ وکړ چی دغه ډول سيالۍ په لاره واچوي.
د بند امير زون مسوول مير مبارز پژواک اژانس ته وويل چې د پوهنتونونو لوبډلو دا ډول سياليو سره ډېره لېواتيا وښوده .
هغه زياته کړه، چې په دې لوبډلو کې لوبغاړو ښه استعدادونه لرل او که دا ډول سيالۍ دوامداره په لاره واچول شي، نو ترې ښه لوبغاړي غوره کېداى شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










