لښکرګاه (پژواک، ۸ لیندۍ ۹۴): په هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ ٧٥ شکمنې پېښې ليدل شوې او د وروستيو نا امنيو له امله لس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي.
دغه مطلب په هلمند کې د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت د برخې مشر ډاکتر عبدالاحد حازم د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل.
نوموړې زياته کړه چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله په مرکزي او شمالي ولسواليو کې شاوخوا لس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي.
د هلمند په مرکزي او شمالي ولسواليو کې مارجه، نادعلي، ناوه، ګرشک، موسى کلا، سنګين، کجکي، باغران، نوزاد، او واشير شامل دي.
د حازم په وينا، تر دې وړاندې به ټولو سيمو کې ماشومانو ته هر ډول واکسين رسول کېده خو دغه ځل د نا امنيو له امله ټولو سيمو ته واکسين نه دى رسول شوى.
ده وويل وروستې هڅې کوي تر څو د پوليو واکسين په راتلونکي پړاو کې د نا امنو سيمو ماشومانو ته هم واکسين ورسول شي.
ټاکل شوې ده په راتلوونکي ميلادي مياشت کې د پوليو واکسين راتلونکى پړاو په ټول هېواد کې پيل شي.
دغه راز په هلمند کې د نړيوال روغتيايې سازمان سيمه ييز مشر تحصيل خان هم پژواک ته وويل چې د وروستيو نا امنو له امله يو شمېر ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې دي.
خو ده وويل: ((موږ د عامې روغتیا له مسوولینو سره یو ځای په اړوند برخه کې د ستونزو د حل په موخه کار کوو.))
دى وايي چې د دوې د سروې ګانو له مخې په دغه ولايت کې د پوليو ناروغۍ ٧٥ شکمنې پېښې ليدل شوې دي.
تحصيل خان زياته کړه: ((موږ د دې ماشومانو روغتيايي معاينات پيل کړي دي تر څو معلومه شي چې په ګوزڼ اخته دي او که کومه بله ناروغي لري.))
د هغه په وينا، دغه پېښې په هغو سيمو کې ډېر ليدل شوي چې دوامداره جګړه په کې روانه وي.
ده وويل چې د يادو شکمنو پېښو د پيدا کولو په برخه کې قومي مشران، ديني عالمان، ښوونکي او زده کوونکي هم ورسره مرستې کوي.
دغه راز د هلمند د عامې روغتيا ریيس ډاګتر عنایت الله غفاري پژواک ته وويل چې په ټوليزه توګه له هېواد څخه د ګوزڼ ناروغۍ عامل نه دی ورک شوی.
هغه وويل: ((تشویش لرو چې دغه ویروس نه دي ورک شوې او هڅه مو دا ده چې په راتلونکو څو کلونو کې د خپلو پروګرامونو په پوره تطبيق سره يې په پوره توګه مخه ونيسو.))
ده زياته کړه چې په هلمند کې پنځه زره رضاکاران په ياده برخه کې له دوى سره همکاري کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې په هېواد کې ١٦ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې يوه يې د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










