منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“هر کال د دهلې بند ۲۰۰ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

کندهارښار (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): په کندهار کې د ارغنداب سينديزې حوزې مشر وايي، د رسوباتو له امله هر کال د دهلې د بند ٢سوه ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي.

په کندهار کې د ارغنداب سينديزي (دريايي) حوزې مشر شېرمحمد عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې  د دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه بند د کندهار د اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، دغه بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دا ستونزې په دغه ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

خو دى وايي، د تېرو کلونو په اوږدو کې يې په وار وار په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدغه بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

عطايي زياتوي، دا چې په دې ساحه کې د يوه نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود، نو د همدغه بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

ده وويل، دوه کاله مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت پيل شوې چې اوس ٩٨ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکو دريو مياشتو به په بشپړه توګه پاى ته ورسېږي.

د نوموړي په وينا، د بند د رغولو چارې د (٧٧) په نوم د يوه ترکي ساختماني شرکت له خوا په ډېره ښه توګه روانې دي، چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې دي.

له دې سره په خوا کې هغه تخته پُل ولسوالۍ کې د سيف الدين کانال، د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول کانال، د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد کانال، د سپېروان کانال، مرکزي کانال او يو شمېر نورو د جوړولو يادونه هم وکړه چې د ډېرو کارونه شوي او د ځينو به پيل شي.

ده يادونه وکړه چې ياد ټول کارونه په ښه کيفيت ترسره شوي او اوس بند دې ته چمتو دى چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

خو دى وايي، ټاکل شوې د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، چې پر دغې ټولې پروژې ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته، چې ٣٨ ميليونه ډالر به د ماليې وزارت او پاتې به يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېدل.

په همدې بنسټ، پرېکړه شوې وه چې د دغې پروژې لومړني کارونه به د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر بوديجه پيل شي، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړاى شوې، نو د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې د اوس لپاره دغه پروژه ځنډولې ده.

د ارغنداب د دريايي حوزې رييس د دې تر څنګ په کندهار کې د يوې بلې ډېرې مهمې پروژې د ځنډ خبره هم وکړه، چې کارونه يې د ځينو ستونزو له امله په ټپه درېدلي دي.

دغه پروژه د ارغنداب سيند د مسير په دواړو لورو کې د ٣١ کيلومتره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو ده، چې د کليو د پراختيا وزارت له خوا تر راتلونکو پنځو کلونو پورې جوړېږي، چې ٢٢ ميليونه او ٣٠٠زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.

دى وايي، ټاکل شوې وه د سيند عرض ٣٠٠ متره او دواړو لورو ته دېوالونه دوه متره جګوالى ولري، خو په ځينو ساحو کې خلکو شکايت کاوه چې د سيند د سور په پراخېدو سره يې کرنيزې ځمکې لاندې کېږي.

ده وويل، ځينو کسانو په دې ساحه کې دولتي ځمکې غصب کړي او هېڅ کوم قانوني اسناد نه لري، خو بيا هم دعوه لري چې د سيند پر غاړه د استنادي دېوال له جوړېدو سره يې ځمکې له منځه ځي.

دى وايي، دولت دې پر ياد مسير پرتې ځمکې استملاک کړي، څو دولتي او شخصي ځمکې سره بېلې شي.

د نوموړي په وينا، که دغه پروژه پلې شي، نو نه يواځې به د اوبو د ضايع کېدو مخنيوى وشي، بلکې د ارغنداب ولسوالۍ د اوسېدونکو هغه ستونزې به حل شي چې مخکې به سيند د هغوى زرګونه جريبه ځمکې ويجاړولې.

خو ده وويل، د ارغنداب د دريايي حوزې اداره هڅه کوي، دغه ستونزې هوارې شي، د اوبو چارې تنظيم کړي، ابي تاسيسات لکه کانالونه او کوچني بندونه جوړ کړي، د سواحلو تحکيمات تر سره کړي او په تدريجي توګه دې ته لاره هواره کړي، چې په خپله خلک هم د اوبو د کنټرول او ساتنې په چارو کې دخيل شي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد