کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د وزير محمد اکبر خان روغتون د بېړنۍ څانګې دويمه برخه نن له مډرنو طبي سامان الاتو په درلودو سره پرانيستل شوه.
د عامې روغتيا وزارت اداري مرستيال ډاکتر عبدالبصير سرور د دې څانګې د پرانيستې پر مهال وويل چې ياده برخه ٢٠ بستره، د اړينو درملو څانګه، اکسرې، لابراتوار او د هوا بدلون منظم او پرمختللي سيستم لري.
نوموړي د وزير محمد اکبر خان روغتون د بېړني واټ پرانيسته د روغتونونو د خدمتونو د معياري کولو په برخه کې يو مهم ګام ياد کړ.
د عامې روغتيا وزارت د مرستيال په خبره، د دې برخې په پرانيستې سره به د روغتيايي خدمتونو پر ښه کېدو سربېره، نور د دې اړتيا نه وي چې افغانان د ښې درملنې لپاره بهر ته سفر وکړي.
هغه زياته که چې د وزيرمحمد اکبرخان روغتون په بېړنۍ څانګه کې د متخصصو ډاکټرانو او پرسونل په ګډون د بېړنۍ جراحۍ، اورتوپيدي او داخله مخصصين ناروغانو او ناروغ لرونکو ته په خدمت بوخت دي.
د عامې روغتيا وزارت د دغه چارواکي د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په مرکز او ځينو ولايتونو کې د ١٤ روغتونونو بېړنۍ څانګې په معياري ډول په نوو او مډرنو طبي تجهيزاتو سره بيارغول شوې او نوې جوړې شوې دي.
هغه وويل چې د عامې روغتيا وزارت له خوا په روغتونونو کې د معياري خدمتونو د وړاندې کولو بهير روان دى، خو د مالي سرچينو محدوديت د دغه بهير له سترو خنډونو ګڼل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










