کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): افغان چارواکو د خلکو د روغتيايي وضعيت په ښه کېدو کې د (( ټولنې روغتيايي کارکوونکو)) رول اغېزمن وباله او له رايه ورکوونکو يې وغوښتل چې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د روزنې او مادي هڅونې په برخه کې همکاري وکړي.
د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو ملي ورځ، نن ((د ټولنې له روغتيايي کارکوونکو نه ملاتړ، د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا)) تر سرليک لاندې د عامې روغتيا وزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه، چې د دې وزرات ځينو کارکوونکو او لسګونو روغتيايي کارکوونکو په کې ګډون کړى و.
د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په روغتيايي ټولنه کې٣٠زره روغتيايي کارکوونکي په رضاکارانه ډول روغتيايي خدمتونه کوي، چې خلکو ته د روغتيايي پيغامونو رسول، روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو ورتګ سيستم پياوړى کول، د زېږون ترمنځ د واټن په اړه تبليغات او د واکسينو د پلي کولو لپاره د خلکو هڅونه په کې شامل دي.
د ولسمشر په پيغام کې چې د نوموړي د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلي چې د ميندو او ماشوم د مړينې کچې په کمښت کې د روغتيايي کارکوونکو رول د اهميت وړ دى.
ولسمشر د روغتيايي کارکوونکو له خوا د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو روش وستايه او ويلي يې دي چې له دې پروګرام نه جدي ملاتړ کوي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز مراسمو ته په خپل رالېږلي پيغام کې ويلي، هڅه کوي چې روغتيايي خدمتونه لرې پرتو سيمو ته وغځوي.
هغه ويلي، دې موخې ته د رسېدو لپاره يوه لاره دا ده چې د روغتيايي ټولنې کارکوونکي زيات شي، ځکه چې دوى روغتيايي پيغامونه او روغتيايي خدمتونه د هېواد تر کليو رسوي.
په افغانستان کې د روغتيايي سازمان مشر ډاکټر ريچارډ پيير ګرون په خپل پيغام کې د ټولنې د روغتيايي ټولنې د کارکوونکو رول د ميندو، ښځو او ماشومانو د مړينې په کمښت او اغېزمنو روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې موثر بللى دى.
هغه وويل چې بايد د روغتيايي ټولنې د کارکوونکو شمېر په ځانګړي ډلو د ښځو شمېره زياته شي.
نوموړي زياته کړه چې د خوړو نړيوال سازمان په افغاني ټولنه کې د روغتيايي مراقبتونو پروګرامونو له پياوړتيا او پراختيا څخه د اوږدو کلونو لپاره ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ټولنې ځينې روغتيايي کارکوونکي د عامې روغتيا وزارت له خوا د لا ډېرو روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتونکي دي.
د کابل په فرزه ولسوالۍ کې د يادې ټولنې کارکوونکې ٣٨ کلنې ګل غوټۍ په نننيو مراسمو کې وويل: ((ډېره خوښه يم چې له خپلو خلکو سره مرسته کوم.))
هغه وويل چې له شپږو کلونو راهيسې په خپله ولسوالۍ کې کور په کور ګرځي او د لومړنيو مرستو، د زېږون ترمنځ واټونونو او ساري ناروغيو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکې ٥٨ کلنې شاه ګل په دې مراسمو کې وويل چې له اتو کلونو راهيسې د دې ټولنې د غړې په توګه کار کوي.
هغې زياته کړه چې د عامه روغتيا د روزنې څو دورې يې تېرې کړې، خو غواړي چې لا زياته زده کړه وکړي او هيله يې څرګنده کړه، چې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو شمېره زياته شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










