خوست ښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): د خوست هغه مېرمنې چې د خپلو کورنيو سرپرستي پرغاړه لري، له مرستندويه ټولنو غوښتنه کوي چې له دوی سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.
دوی دا غوښتنه داسې مهال کوي چې په خوست او پکتيا کې د قومونو د اړيکو دفتر يا TLO په نوم يوه مرستندوی بنسټ د کونډو ښځو د اقتصادي ستونزو د هواري په موخه د مالدارۍ په برخه کې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.
مسوولين وايي چې د ياد پروګرام په ترڅ کې د کورنيو سرپرستو مېرمنو ته د وزو او غواګانو د ښې روزنې د زده کړو تر څنګ يې تر اوسه نږدې سلو کونډو ښځو ته د چرګانو فارمونه جوړ کړي دي.
په خوست کې د ياد دفتر د ښځو د څانګې مسوولې مېرمن ناديه باوري پژواک اژانس ته وويل، غواړي چې د مالدارۍ له پلوه له کونډو مېرمنو سره تر يوه بريده مرسته وکړي.
هغې وويل: ((مثلاً له شيدو مستې جوړوي او بيا غوړي ترې باسي، خو د شيدو او مستو د خرڅلاو لاره نه ده ورته معلومه. غواړو چې د لبنياتو د پروسس له طريقې په کور دننه د عايداتو منبع ولري.))
ناديې باوري زياته کړه چې د مالدارۍ د ښې روزنې او د چرګانونو د فارمونو د جوړولو په دغه پروګرام کې هغو مېرمنو ته لومړيتوب ورکوي چې نسبت نورو ته ډېرې اړمنې دي.
په همدې حال کې د ياد پروګرام مسوول ډاکتر ازهر وايي چې تر اوسه يې په خوست کې له سلو کونډو مېرمنو سره مرستې کړې او سل، سل چرګان يې ورکړي، خو غواړي دغه پروګرام نور هم پراخ کړي.
نوموړى وايي: ((زموږ ټول پروګرام لس کلن دی. خو د اوس لپاره يو کلن ازمايښتي پروګرام روان دی. که چېرې ښه پايله ورکړي، راتلونکی کال يې د پکتيا او خوست ۲۳ ولسواليو ته غځوي.))
هغه وويل چې اوس مهال د پکتيا په ميرزکه، ځاځي اريوب، ډنډپټان او د خوست په ګربزو، تڼيو او ځاځي ميدان ولسواليو کې فعاليت لري او مالي تمويل يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره ورکوي.
login or register a new account.