کابل ( پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۴) : د افغانستان د کرکټ ملي ۱۹ کلنه لوبډله په یوه ورځنۍ دوستانه لوبه کې د زمبابوې ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددریو لوبو لړۍ یې وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د لیندۍ په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا لوبه نن دهندوستان د پلازمینې نوي ډیلي په هغه لوبغالي کې ترسره شوه، چې دافغانستان په واک کې ورکړل شوې ده.
ددغې لوبې پچه زمبابوې لوبډلې ګټلې وه، او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۳۷ منډې جوړې کړې او د زمبابوې نولس کلنې لوبډلې ته یې د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ. دافغانستان له لوري اکرام فیضي ۶۵ او کریم جنت ۳۱ منډې جوړې کړې..
د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۴۳ اورونو کې په ۱۹۲ منډو وسوځیدله د افغانستان د ملي نولس کلنو لوبغاړو له ډلې ظاهر خان ۴، راشد ارمان ۲ او کریم جنت هم ۲ لوبغاړي وسوځول. ظاهر خان د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. د یادونې وړ ده چې لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










