جلال اباد (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د اتو غړو په وژنه کې د دې کورنۍ خپلوان لاس لري.
ځايي چارواکو د لېندۍ په ۲۳مه خبر ورکړ چې ناپېژاندو وسله والو د بهسود په "قلعه ميرزاد "سيمه کې د يوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژلي دي.
په وژل شوو کې د يوسف په نوم د کورنۍ مشر، د هغه مور، مېرمنه او د يوه زوی په ګډون يې پنځه اولادونه شامل دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د لېندۍ په ۲۴مه په دې اړه په تازه څرګندونو کې وويل چې دغه کسان درې ورځې مخکې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ لومړی مسموم شوي او وروسته پر ډزو وژل شوي.
والي زياته کړه: ((موږ په دې اړه څېړنې پيل کړې او کشفي ادارو د پېښې اصلي لامل پلټي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې کورنۍ خپلوان د هغوی مېلمانه شوي او بيا يې ياده کورنۍ په قتل رسولې.))
د يوسف په نوم وژل شوی کس، ويل کېږي د پکتيا ولايت اوسېدونکی و او له څو کلونو راهيسې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې مېشت و.
د ننګرهار والي وايي: ((د کورنۍ مشر يوسف نومېږي، اصلاً د پکتيا ولايت دی، مور يې د کونړ ولايت وه او مېرمنه يې د بهسودو ولسوالۍ د خشکنبد اوسېدونکې وه.))
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال اميرخان لېوال پژواک ته وويل: ((دا پېښه د کشف په مرحله کې ده، خو لومړنۍ معلومات ښيي چې ياده پېښه د سوداګريزو مسايلو پر سر رامنځ ته شوې ده.))
هغه وايي، د يوسف په نوم د کورنۍ وژل شوی مشر سوداګر و خو د هغه د کاروبارو د څرنګوالي په اړه يې نور څه ونه ويل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د سيمې اوسېدونکو پوليسو ته خبر ورکړى چې دغه کور له څو ورځو راهيسې بند دى، کله چې پوليسو کور تلاشي کړى، نو مړي يې پيدا کړي دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي او ترې پلټنې پيل شوې دي.
د ننګرهار يوې موثقې حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل: ((په دې مسئله کې د وژل شوي کس د خسر د کورنۍ دوه کسان لاس لري او پوليسو د نيول کېدو په تړاو پلټنې پيل کړې دي.))
يادې کورنۍ تر اوسه په دې غبرګون رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د وژل شوې کورنۍ د خسرخېلو په استازيتوب تېره ورځ د نجيب الله په نوم يوه تن رسنيو ته ويلي وو چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.
د سيمې يوه اوسېدونکي او د بهسود ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ملک نعمت حليمي پژواک سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې حکومت بايد ژر تر ژره د دې پېښې عاملين ونيسي.
حليمي وويل: ((ډېر ظلم شوی، قاتلينو د يوه دوه مياشتني ماشوم په ګډون پنځه ماشومان، دوه مېرمنې او يو سړی په ډېرې بې رحمۍ سره وژلي دي.))
بلخوا د ننګرهار مدني فعالانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو پر دې مسئله ډېره خواشيني ښودلې او له حکومتي يې غوښتي چې دا مسئله جدي وڅېړي.
په ننګرهار کې د ژوند خيريه ټولنې يوه مسوول اکرالله اکرام پژواک اژانس ته وويل: ((موږ دې مسئلې ډېرې خواشيني کړي يو، که دا دښمني هم وي نو دوه مياشتني ماشوم او پنځه کلنه نجلۍ څوک په دښمنۍ کې نه وژني.))
اکرام له حکومته غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملين دې ژر تر ژره ونيسي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دې پېښو په مخنيوي کې هڅې ډېرې کړي؛ ځکه خلکو ته اندېښنې پيدا کوي.
د ولايتي شورا منشي پر سيمه ييزې ادارې غږ وکړ چې د بهسودو د يادې پېښې عاملين ونيسي او اشد مجازات يې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










