لښکرګاه (پژواک، ۲٦ لېندۍ ۹۴): په هلمند ولايت کې روغتيايي چارواکي وايي چې د خلکو د درملنې په موخه کافي امکانات په واک کې لري خو نا امنيو يې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د هلمند د عامې روغتیا ریيس عنایت الله غفاري د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د ولسواليو ٧٥ سلنه اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
ده وويل چې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې ٨٥ روغتيايي مرکزونه لري چې له دې شمېرې څخه ٢٥ سلنه يې ودانۍ نه لري.
د غفاري د معلوماتو له مخې، د يادو روغتيايي مرکزونو له ډلې شپږ د ايمرجنسي روغتونونه، ١١ سب روغتيايي مرکزونه او اته ګرځنډه روغتيايي ډلې په کرايې کورونو کې خپلې چارې پر مخ وړي.
هغه زياته کړه: ((هر کال موږ د دوو ميليونو په شاوخوا کې د بېلابېل ډول ناروغانو درملنه کوو.))
غفاري وايي چې د ایمرجنسي روغتونونه پر مرکز لښکرګاه سربېره په شپږو ولسوالیو، سنګین، موسی کلا، ګرشک، مارجه، ګرمسېر او نوزاد کې د جګړې د قربانیانو درملنه هم کوي.
خو ده وويل چې له ټولو امکاناتو سره سره بيا هم د ناامنې له امله دوى نه شي کولاى پر وخت د ناروغانو درملنه وکړي.
هغه زياتوي: ((د امنیت نشتوالی داسې نه دى چې کومه ډله دې زموږ د کارونو مخه په قصدي توګه ونيسي، خو موږ نه شو کولاى چې پر وخت در مل ورسوو، د اړتیا پر مهال ودانیزي چارې په نا امنه سیمو کې ترسره کړو او بله لویه ستونزه مو دا ده چې ښځينه پرسونل زړه نه ښه کوي چې ناامنو سیمو ته ولاړې شي او هلته دندې ترسره کړي.))
غفاري وايي چې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې ٣١٧ روغتيايي پرسونل لري چې ٣٥ يې ښځینه دي.
ده وويل چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې د بې پولې او ايمرجنسي ډاکترانو تر څنګ د ځينو نورو نړيوالو موسسو ډاکتران هم ورسره مرستې کوي.
غفاري وايي چې په دغه ولايت کې د روانو جګړو له امله دوى نه شي په نا امنو سيمو کې ماشومانو ته واکسين ورکړي.
خو هغه ونه ويل چې څومره ماشومان د واکسين له کمپاينه پاتې دي.
هغه وايي: ((که امنيتي ستونزې کمې شي موږ د ځينو نورو پروژو د تطبيق پلانونه هم لرو.))
ده وويل چې د خلکو د شمېرنې يوه سروې هم بايد وشي، تر څو د خلکو له شمېر سره سم روغتيايي خدمتونه وړاندې کړاى شي.
د غفاري د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولايت کې يواځې موسمي ناروغۍ لکه زکام، ټوخی او داسې نورې شتون لري چې پر وخت ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
ده د مرکز لښکرګاه او په ولسواليو کې د خپلسرو روغتونونو د فعاليت په اړه وويل چې په دې برخه کې يې د څار يو کمېسيون جوړ کړى دى.
هغه وويل چې د کمېسيون له ارزونو وروسته به له خپلسرو روغتونونو سره قانوني چلند وکړي.
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ناروغان دولتي روغتونونو ته يوسي ځکه هلته تجربه لرونکي ډاکتران او ښه درمل پيدا کېږي.
دغه راز د هلمند ولايتي روغتون مشر نثاراحمد بارک پژواک ته وويل چې هره ورځ دغه روغتون ته د دری سوو په شاخوا کې ناروغان مراجعه کوي.
هغه وايي چې د يادو ناروغانو له ډلې يو شمېر بسترولو ته اړتيا لري خو ځیني نور يې بيا تر درملنې وروسته رخصتېږي.
هغه وايي: ((موږ په دغه روغتون کې هره ورځ د ٤٠ په شاوخوا کې يواځې د نسايي او ولادي برخې ناروغان لرو چې په منځني ډول څلور تنه يې عمليات کېږي.))
ده وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسط دغه روغتون ته د بې پولې ډاکترانو له خوا اړين امکانات ورکول کېږي.
بارک زياتوي: ((همدا لامل دى چې زموږ د خدماتو کیفيت ډېر لوړ شوی، پر هلمند سربېره، د کندهار د نږدې ولسوالیو، اروزګان، فراه، دایکنډي او نیمروز ولایتونو څخه هم مراجعین موږ ته راځي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه روغتون ١٦١ دولتي او ٨ سوه قراردادي کارکوونکي لري چې ٢٥٠ تنه يې ښځې دي چې قراردادي کارکوونکو ته د بې پولې ډاکترانو له خوا مياشتنۍ تنخواوې ورکول کېږي.
بارک وویل چې مخکې تر دې ولايتي روغتون ۱۵۰ بستره درلودل خو اوس د همدې مرسته کوونکي موسسې په مرسته يې د بستر شمېر ٢٨٥ ته لوړ شوى دى.
هغه وايي چې په دغه روغتون کې پر کورني ډاکټرانو سربېره پنځه بهرني ډاکتران هم دندې ترسره کوي چې په بېلابېلو برخو کې له نورو ډاکترانو سره مرسته کوي.
په بسُت روغتون کې د شفیع الله په نوم یوه پولیس چې د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې ټپي شوی دى، پژواک ته وويل: ((تېره شپه موږ لس تنه د طالبانو د یوه برید پر مهال ټپیان شوو او اوس تر درملني لاندې يو.))
ده وويل چې په دغه روغتون کې له درملنې خوښ دى خو زياته يې کړه: ((زموږ ځيني ملګري ژور ټپيان دي خو دوا لږه ورکول شوې ده او هغوی ډېرې دوا ته اړتيا لري.))
دغه راز د تورولي په نوم د ملي اردو يوه سرتېري پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې له خپل يوه ملګري سره په مارجې ولسوالۍ د جګړې پر مهال ټپي شوی دى.
هغه وويل: ((دلته نورې ستونزې نشته بستر کم دى، زما ملګري ته ځای نشته، هغه پولیسو چې تر موږ وروسته راوستل شوي دي، په ځمکه پراته دي، هوا سړه ده، ټپونه يې ژور دي او باید د هغوی سمه درملنه وشي.))
دغه راز د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي ٦٠ کلن ميرعلم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي خپل ناروغان د شخصي روغتونونو پر ځاى ولايتي روغتون ته بيايي.
هغه وويل چې په دغه روغتون کې د ناروغانو د پام وړ درملنه کېږي.
هلمند د افغانستان له لرو پرتو او نا امنيو ولايتونو له ډلې څخه دى، له تېرې شاخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ دوامداره جګړه روانه ده.
د دې جګړې په پايله کې تر اوسه وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو په ګډون يو شمېر ولسوالۍ هم نيولې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










