منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له زمبابوې سره سياليو ته افغان لوبډله اعلان شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٤): د زمبابوې له کرکټ لوبډلې سره د يو لړ سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو نړيوالو يو ورځنيو او دوو نړيوالو شل اوريزو سياليو لړۍ د راتلونکې جمعې په ورځ پيلېږي.

هغه زياته کړه، افغانستان د دغو لوبو کوربه دى او دا سيالۍ د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

هوتک وويل چې کرکټ بورډ د يادو سياليو لپاره ٢١ کسيزه لوبډله اعلان کړه چې په متحده عربي اماراتو کې تر تمريناتو وروسته به ١٤ کسيزه لوبډله اعلان شي.

اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.

اصغر ستانکزى (کپتان) محمدنبي عيسى خېل، نوروز منګل، ميرويس اشرف، سميع الله شينوارى، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، شفيق الله عثمان غني، يمين احمدزى، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه زرمتى، نجيب ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، شهزاد محمدي، رشيد ارمان، روښان بارکزى، امير حمزه هوتک، سيد شېرزاد، کريم صادق او نواز خان.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې د افغانستان ملي لوبډلې زمبابوې ته سفر کړى او د دغه هېواد له ملي لوبډلې يې د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې