کابل (پژواک ،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): يو افغان چې هوډ لري د نړۍ څلورو هېوادونو ته پر بايسکل سفر وکړي، وايي، په دې کار سره غواړي نړيوالو ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پيغام ورکړي.
دغه تن چې جاوېد بهزاد نومېږي، د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
نوموړي پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، غواړي د افغانستان په استازيتوب پر خپل بايسکل د نړۍ د نهو هېوادونو له استازو سره يوځاى ايران، متحده عربي اماراتو، عمان او سعودي عربستان ته سفر وکړي.
ده زياته کړه، دغه سفر به دوه اونۍ وروسته پيل کړي، چې ټول سفر به يې يوه مياشت او شل ورځې وخت ونيسي.
د هغه په وينا، د دې لپاره چې دا سفر يې د ټول هېواد په کچه او استازيتوب وي، نو د ټولو ولايتونو له واليانو او اړوندو چارواکو سره يې کتلي او د هغوى موافقه يې اخيستې ده.
نوموړى زياتوي، سفر به يې له پلازمېنې کابله پيل، ورپسې به ميدان وردګو، غزني، زابل، کندهار، هلمند او نيمروز ته ورسېږي او له هغه وروسته به ايران ته لاړ شي او هلته به د نهو هېوادونو له ٩ نورو استازو سره يوځاى خپل سفر د يادو هېوادونو پر لور پيل کړي.
بهزاد وايي: "هره ورځ د ٢٠٠ کيلومترو په اندازې لس ساعته مزل کوو، ټول مزل مو شاوخوا ٧٥٠٠ کيلومتره واټن دى، له سعودي څخه وروسته به په الوتکه کې بېرته هېواد ته راستون شم."
د ده په خبره، د دې سفر ډېر لګښت د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او يو شمېر نور سوداګر او هېوادوال ورکوي، خو په خبره يې چې په دې سفر کې خاص مصارف نه کوي، يواځې د ورځې درې پاکټه شېدې له بسکېټو او اوبو سره خوري.
ياد افغان وويل، دا چې د افغانستان ګڼ شمېر ځوانان په نشه يي توکو روږدي دي، نو له دې سفر څخه يې هدف دا دى، چې هغوى ته دا پيغام ورکړي، چې نور دا کار پرېږدي او د هېواد جوړونې ته مټې راونغاړي.
جاوېد بهزاد وايي، تر دې وړاندې يې هم پنځه ځله په بايسکل سفرونه کړي چې له ٢٠٠٩ کال يې پيل کړي او په ترڅ کې يې ٥٥ هېوادونو ته تللى دى.
له بلې خوا د ميدان وردګو له ولايت څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جاوېد بهزاد نن د دې ولايت له والي حيات الله حيات سره د خپل سفر لپاره د موافقې اخيستو په موخه وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ميدان وردګو والي د بهزاد هڅې وستايلې او ويې ويل، چې د افغان ځوانانو دا ډول فعاليتونه نړيوالو ته مثبت پيغامونه ورکوي.
سرچينه کاږي، نوموړي سره د انعام په توګه يوه اندازه مالي مرسته هم د والي له خوا وشوه.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










