جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۴): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د مثبتو پېښو کچه راټيټه شوې، خو په ننګرهار کې اته پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د وقايوي طب عمومي رييس ډاکتر نجيب الله ساپي د مرغومي په لومړۍ نېټه د ننګرهار له والي سره په جلال اباد کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.
ساپي زياته کړه: ((تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۲۸ پېښې ثبت شوې وې، سږ کال دا پېښې ۱۹ ته راټېټي شوې، خو په ننګرهار کې له شپږو پېښو اتو ته لوړې شوې دي.))
د عامې روغتيا وزارت دغه چارواکي نا امني او له پاکستان سره تګ راتګ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ اصلي لامل ګڼي.
دی وايي: ((په ننګرهار کې د ګوزڼ اته، په فراه ولايت کې څلور، په کونړ او هلمند کې دوه - دوه او په نيمروز، هرات او فارياب ولايتونو کې يوه يوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.))
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي څو ماشومانو ته د ياد واکسين په ورکړې سره وويل، چې د دغه واکسين د ښه تطبيق لپاره يې له ځينو سيمه ييزو ادارو سره تړونونه لاسليک کړي دي.
د کندوزي په وينا، په ننګرهار کې د پوليو اته پېښې ثبت شوې چې شپږ يې يوازې د شينوارو په ولسواليو کې دي.
والي وايي: ((د دې پېښو د ډېرېدو يو لامل ښايي دا وي چې يو شمېر سيمو ته د نا امنيو له امله د ګوزڼ ضد واکسين نه دی رسېدلی.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستياله ډاکتره مقدسه مهراج بيا وايي چې په ياد کمپاين کې به ۶۲۷ زره ماشومان واکسين شي.
مهراج وايي: ((په ختيځ زون کې ۶۲ زره ماشومان له دغه واکسينه پاتې کېږي چې ۴۸ زره يې په ننګرهار او پاتې يې په کونړ کې دي.))
په ورته مهال د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د اصلاعاتو امر مولوي عتيق الرحمن فضلي پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د دغه واکسين د ترسره کېدو مخنيوی ونه کړي.
فضلي وويل: ((وسله وال مخالفين ځکه بايد د دغه واکسين مخه ونه نيسي چې ښايي خپل اولادونه يې هم ترې پاتې شي.))
تر دې مخکې چارواکو په ننګرهار ولايت کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر شپږ ښودلی و، خو اندېښنه يې څرګنده کړې وه چې ښايي دا شمېر ډېر شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










