منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ۴مه، مرغومی ۹۴) افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې د لومړې درجې دریځ لرونکي هېواد زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د متحده عربي اماراتو دشارجې په نړیوال لوبغالي کې دافغانستان په کوربه توب سره ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مرغومي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان لوبډلې لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل خو نور علي ځدران په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۴ منډې یې جوړ کړې، دغه راز محمد نبي ۱۷ او نجیب ځدران ۱۶ منډې جوړې کړې.

دافغانستان ټوله لوبډله په ۱۳۱ منډو وسوځیدله او زمبابوې ته یې د ۱۳۲ منډو اسان هدف ورکړ.

خو هوتک وایي چې افغان توپ اچوونکو د په زړه پورې لوبډلې له امله د زمبابوې لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په په ۸۲ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۹ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري حمزه هوتک ۴ ، محمد نبي ۲ او میرویس اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

حمزه هوتک ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې