کابل (پژواک، ١٢مرغومى ٩٤ ): د عامې روغتيا وزارت يوه چارواکي د دې اعلان ترڅنګ چې د "اميري طبي مجمع" کې د زړه پرانيستي سل عملياتونه او څه باندې ٤٠٠ انجوګرافي او انجوپلاسي خدمتونه ترسره شوي دي، وويل چې له خصوصي روغتونونو څخه جدي څارنه پيلېږي.
ياد کمپلکس چې د بېلابېلو ناروغيو په ځانګړې توګه د زړه ناروغيو د درملنې په برخه کې يو خصوصي مرکز دى، له تېرو اتو کلونو راهيسې فعاليت کوي.
د دې کمپلکس مشر ميرويس اميري، نن د يوې غونډې په ترڅ کې کابل کې وويل چې دې روغتيايي مرکز کې د سږکال له وري مياشتې څخه د زړه پرانيستي عمليات پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، تر دې دمه د افغان ډاکټرانو له لوري په دې کمپلکس کې د زړه پرانيستي ١٢٠ عملياتونه او د انجوګرافي او انجوپلاسي څه باندې ٤٠٠ عملياتونه په برياليتوب ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، انجوګرافي او انجوپلاسي له څېرې کولو پرته، د زړه بند والونه د سپرنګ پرمټ پرانيزي؛ همداراز د سوري زړه بندول هم له څېرلو پرته له همدې لارې ترسره کېږي.
ده يادونه وکړه، د عملياتونو په ترڅ کې د مړينې کچه يو عشاريه پنځه سلنه وه.
هغه وويل، دې کمپلکس کې د خدمتونو وړاندې کول د سيمې هېوادونو په پرتله ارزانه دي او د بېوزلو ناروغانو لپاره خيريه برخه هم لري.
د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب مشر ډاکټر محب الله ځير چې نننۍ ناسته کې حاضر و، خوښي وښوده چې د دې کمپلکس ترڅنګ په کابل کې د فرانسې په طبي انسټيټيوټ کې هم د زړه عمليات ترسره کېږي.
نوموړي وويل، په يادو دوو روغتونونو کې د زړه عملياتونو د برخې په فعالېدو سره، کوم کسان چې د درملنې لپاره بهر ته تلل، شمېر يې راټيټ شوى دى.
په دې انسټيټيوټ کې د نورو روغتيايي خدمتونو ترڅنګ د ماشومانو د زړه عمليات هم کېږي.
محب الله ځير له دې روغتونونو څخه د ملاتړ په توګه د زړه له ناروغانو څخه غوښتنه وکړه، چې بهر ته د تللو په عوض دې يادو روغتونونو ته مراجعه وکړي.
هغه يادونه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو لپاره هڅه کوي، څو له خصوصي روغتونونو څارنه نوره هم جدي کړي.
د عامې روغتيا وزارت ياد مقام وويل، د څارنې ډلې چې د دې وزارت رييسان يې مشري کوي، رامنځ ته شوي او ټاکل شوې ده، چې د دې ډلو له لوري د زونونو په کچه د خصوصي روغتونونو د خدمتونو له وړاندې کولو څخه جدي څارنه وکړي.
ځيني پايوازان د اميري طبي کمپلکس له خدمتونو څخه خوښ دي؛ خو يو شمېر يې وايي چې په دې روغتيايي مرکز کې د خدماتو وړاندې کولو بيه خورا لوړه ده.
د کابل ښار د دشت برچي سيمې اوسېدونکي محمدقاسم چې ٣٦ کلنه لور يې د زړه ناروغي لري او د درملنې لپاره دې کمپلکس ته راوړې ده، وويل: "درې ځله کېږي چې لور مې دې روغتون ته راولم؛ ښه ده، اوس يې روغتيايي وضعيت ښه شوى دى."
خو د غزني ښار اوسېدونکى غلام حسين چې ورور يې د زړه ناروغۍ له حملې څخه وروسته دې کمپلکس ته راوړى دى، وايي چې په دې روغتيايي مرکز کې د ٢٤ ساعتونو بستر بيه څلور زره افغانۍ ده.
نوموړى وايي، پوهېږي چې دې مرکز کې د درملنې بيه لوړه ده؛ خو اړ دى چې پيسې پور کړي، څو يې د ورور درملنه وشي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










