منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر په جلال اباد کې د کرکټ لوبې د ډله ييزې نندارې ستاينه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٤): ولسمشر اشرف غني په ننګرهار کې د کرکټ لوبې سلګونو ننداره کوونکو سره ټېلفوني خبرې وکړې او د هغوى دغه نوښت يې وستايه.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې، نن د دې ولايت د والي او ځينو نورو چارواکو په ګډون سلګونه کسان د لوى سکرين له لارې د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ د درېيمې لوبې ننداره کوي.

ولسمشر غني له دې ننداره کوونکو سره په ټېلېفوني خبرو کې د هغوى له دې نوښته مننه وکړه او ويې ويل: "ستاسو ډله ييز راوتل او د لوبې کتل د کرکټ لوبډلې ته لا قوت وربښي، له دې ښکاري چې د ننګرهار خلک سوله او امنيت غواړي."

ده زياته کړه، د تاسو يووالى د افغانستان تصوير بدلولى او هېواد ابادولى شي.

نوموړي په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې وروستۍ برياوې وستايلې.

بايد وويل شي چې د تېرو څو ورځو په اوږدو کې افغانستان له زمبابوې څخه دوه سيالۍ ګټلې دي او درېيمه لوبه يې نن روانه ده.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې