منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بغلان کې سل بستريز روغتون جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

پلخمري (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): په بغلان کې د ٣٠٠ ميليون ډالرو په لګښت نوى روغتون په داسې حال کې جوړېږي چې ناروغان د اوسني روغتون له روغتيايي خدمتونو او د امکاناتو له کموالي شکايت کوي.

دغه روغتون د بغلان د مرکز پلخمري ښار په حسين خېل سيمه کې په سل جريبه ځمکه کې په پاخه او بنسټيز ډول جوړېږي.

د بغلان د عامې روغتيا سرپرست احمد بارز صاحبزاده وايي چې د سل بستريز روغتون کار له څو کلونو انتظار وروسته پيل شو او ټاکل شوې چې په دريو کلونو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه وويل چې روغتون به په دوو پوړونو کې څلور بلاکه، نسايي- ولادي، جراحي، داخله او کلتوي معافيت څانګې ولري او  پرمختللي وسايل او تجهيزات به يې په واک کې وي.

د بغلان د عامې روغتيا رياست سرپرست زياته کړه چې د روغتون لګښت د عامې روغتيا وزارت له بوديجې ورکړل شوي چې په جوړېدو سره به يې د ناروغان او ناروغ لرونکي ستونزې حل شي.

صاحبزاده وويل چې د پلخمري ښار په روغتون کې د ځاى امکانات ډېر کم دي او په ځانګړي ډول په جراحي، ولادي او داخله څانګو کې ناروغان ګڼې ستونزې لري.

سره له دې چې دغه روغتون د پنځوس بستريز روغتون امکانات لري، خو تر دې زيات ناروغان په کې بستر دي او هره ورځ نږدې دوه سوه ناروغان روغتون ته مراجعه کوي.

خلک وايي چې دولت بايد د نوې روغتون په کار کې ناغېړي ونه کړي او که امکان وي نو له ټاکلي وخت وړاندې دې جوړه کړي.

د خنجان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((څلور ورځې کېږي چې مېرمن يې په ولادي تکليف د پلخمري روغتون ته راوړې، خو ولادي څانګه د لارې په سر يوه ډېر تنګ ځاى کې ده چې د ټولنيزو اخلاقو له لحاظه مناسب ځاى نه دى.))

د نوموړي په خبره، د ناروغ لرونکو لپاره هم د اوسېدو کوم ځاى نشته او اړتيا ده چې نوى روغتون ژر جوړ شي.

يوه بل ناروغ لرونکي احمد شکېب وويل چې ورور يې ډبرې باسي، د کار پر مهال ټپي شوى او د پلخمري ولايتي روغتون ته يې راوړى دى، يوه شپه بستر و، دويمه شپه د بغلان- مزارشريف پر لاره ترافيکي پېښه وشوه او د پېښې څو ټپيان يې روغتون ته راوړل، دا چې د ناروغانو لپاره مناسب ځاى نه و، ډاکټران اړ شول چې يو يو شمېر داخل بستر ناروغان رخصت کړي.

هغه وويل چې ورور يې هم په همدې کسانو کې و چې کور ته ولېږدول شو او دا چې د پانسمان امکانات يې نه درلودل، ټپ يې مکروبي شو او نږدې و چې مړ شي، خو وروسته يې په شخصي کلينيک کې درملنه وشوه.

د پلخمري ښار دغه اوسېدونکي له دولته وغوښتل چې په نوي روغتون کې غوره امکانات برابر کړي، څو ناروغان په ولايتي روغتون کې له اوسنيو ستونزو خلاص شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا